لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ : پاکستان کې د ډرون بریدونه ځنډول شوي دي


د لاس اینجلس (ایل اې) ټائمز رپورټ زیاتوي چې د سی ائې د بریدونو ځنډولو غرض د پاکستان او امریکا ترمېنځ د تاو تریخوالي ښکار اړیکې بیا ښه کول دې.
د لاس اینجلس (ایل اې) ټائمز رپورټ زیاتوي چې د سی ائې د بریدونو ځنډولو غرض د پاکستان او امریکا ترمېنځ د تاو تریخوالي ښکار اړیکې بیا ښه کول دې.

د خالي په ورځ د امريکا یوې وتلي ورځپاڼې لاس اینجلس ټائمز کې خپور شوي يو رپورټ کې ویل شوي چې امریکا استخباراتي ادارې سي ائې اې پاکستان کې د ورکوټي کچه جنگیالو پرضد د بې پائېلټه ډرون الوتکو بریدونه ځنډولي دي.
د لاس اینجلس (ایل اې) ټائمز رپورټ زیاتوي چې د سی ائې د بریدونو ځنډولو غرض د پاکستان او امریکا ترمېنځ د تاو تریخوالي ښکار اړیکې بیا ښه کول دې.
دې ایل اې ټائمز چې د کومو امريکائي پوځي چارواکو له خلې دغه خبرې ليکلې د هغوي نومونه يې پخپل راپور کې نۀ دي ښودلي.
دغه چارواکي وایی چې سی ائې اې د ډرون بریدونو د ځنډولو پریکړه د قبایلې ایجنسۍ مومند کې د نېټو برید او نورې پېښې چې دواړو هېوادونو ترمېنځ یې بې باورې زیاته کړې د هغه کمولو لپاره کړې.
ورځپاڼه وایی چې د تېرو شپږو اونیو کې د ډرون بریدونو کې ځنډ د صدر براک اوباما انتظامیه کې د سي ائې اې لخوا د پاکستان په قبایلي سېمو کې د ډرون بریدونو په راتلونکی کاروائیو بحثونه سېوه شوي وؤ.
رپورټ وایی د ډرون بریدونو کې د کال 2004م نه د القاعده لسگونو کمانډران او د ښکته درجې په سلگونو جنگیالي وژل شوي دي خو د پاکستان زیاتره خلکو کې د ډرون کاروائیو پرضد قهار او غصه هم زیاته شوې.
لاس اینجلس ټائمز د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د قامی سلامتیا کونسل چارواکو له خلې وایي چې د ډرون بریدونه بې فائده دي ځکه چې په دغه بریدونو کې د کومې درجه جنگیالي وژل شوي دي د هغوي ځاې په ډیر اسانه نوي کسان نېولې شي.
ورځپاڼه زیاتوي چې پاکستان په دغه حملو کې د بې گناه اولس د وژنې ادعا کوي چې امریکا یې صېح نه گرځوي او د ډرون بریدونو له وجې د صدر زرداری حکومت چې امریکا یو ائتلافي دې هم د بې ثباتې سره مخ شوې دی.
د پاکستان حکومت او ځېني سیاسي گوندونه امریکا نه د ډرون بریدونو د بندولو غوښتنه کوي او دریځ وړاندې کوي چې په دغه بریدونو کې د جنگیالو په گډون بې گناه اولسي وگړي وژل کېږي .
په تيرو وختونوکې د ډرون په بريدونو کې د پاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود ، الیاس کشمېرې ، قاري حسېن او د ازبک طالبانو د غورځنگ مشر طاهر یلدش په شمول گڼ شمير مقامي او دالقاعده سره تعلق لرونکي تندروه کمانډران وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG