لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوبی د حاکم ښځه ترې وتښتیده ـ د کېس اورېدنه یې د لندن په عدالت کې


شیخ محمد بن راشد آل مکتوم او میرمن یې شهزادگۍ هیا بنت الحسین
شیخ محمد بن راشد آل مکتوم او میرمن یې شهزادگۍ هیا بنت الحسین

د دوبی د قدرتمند او شاعرخیاله حاکم او د هغې د تښتیدلې ښځې ترمنځ جنجال به د روانې میاشتې په وروستیو کې د لندن په یو عدالت کې تر غور لاندې ونیول شي.

ویل کیږي چې هیا بنت الحسین د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم شپږمه ښځه ده او اوس له میړه نه یورپ ته تښتیدلې ده.

هغه ۴٥ کلنه، د اردن د مخکیني پاچا، ملک حسین لور ده او د آس ځغلولو په سپورټ کې هم ډېر شهرت لري. د هغه ناسکه ورور، ملک عبدالله اوس د اردن پاچا دی.

د دوبی حاکم چې ٦٩ کلن دی، د خپلې ښځې له تښتیدو وروسته یې پر خپل ټویټر هغه ته یو شعر هم لیکلی و او د غدارۍ طعنه یې ورکړې وه، د هیا په دې کار سخت خفه دی.

په لندن کې د فامیلي مسایلو یو عدالت د جولائی پر دېرشمه نیټه د شیخ محمد بن راشد او د هغې د تښتیدلې ښځې ترمنځ د کورني جنجال کېس اوري.

تمه ده په دې اورېدنه کې به پر دې تمرکز وي چې د دوی دوه واړه ماشومان به اوس چا ته ورکول کیږي، د دوبی حاکم ته او که د هغې ښځې ته چې نه غواړي نور دوبی ته ورسره ولاړه شي.

داسې ویل کیږي چې هیا بنت الحسین اوس په برطانیې کې ده، چیرته چې هغه په یوه ډېره قیمتي سیمه کې غټه او گران بیه بنگله لري.

د دوبی د حاکم په کورنۍ کې د ښځو د تیښتې قصه نوې نده، تیر کال هم د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم یوه لور هڅه وکړه چې له دوبی نه وتښتي. هغه وروسته په یوه ویډیو کې راښکاره شوه چې ویل یې یوه قیدي ده او څو کاله ورسره ناوړه چلند شوی دی.

شیخ محمد بن راشد نه یوازې د دوبی حاکم دی، بلکې د متحده عربي اماراتو نایب صدر او وزیراعظم هم دی، او په منځني ختیځ کې د اثر رسوخ خاوند بلل کیږي. هغه شعرونه هم وایي.

هیا او شیخ محمد بن راشد په ٢٠٠۴ کال کې واده کړی و، یوه ١١ کلنه لور او یو ٧ کلن زوی لري.

د دوبی ریاست د شهزادگۍ هیا د تیښتې په باب رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG