لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کاټالونیا اولس د سپین نه د ازادۍ په حق کې رايې ورکړي


د کاټالونیا حکومت ویلي د اتوار د ورځې ریفرنډم ابتدايي نتیجې ښايي ۹۰ فیصدي خلکو د سیمې د خپلواکې په حق کې رايې ورکړي.

د دغه سېمې ځايي حکوت ویاند جورډي ټورل ویلي په اچول شوو ۲.۲۶ میلینه رایو کې ۲.۰۲ ملینه خلکو د ازادۍ په حق کې رایې ورکړي دي.

د کاټالونیا صدر کارلوس پويمونټ وړاندې د دغې ویلي وو هغه به په خپل سر د دغه ریفرنډم وروستو د سپین نه د ازادې اعلان کوي که چرې د رایو اچونکو نیماېي برخه د ازادۍ په حق کې رایه وکړي.

د رایو سر ته رسیدو وروستو په ټیلي ویژن خپله وینا کې کارلوس پويمونټ ویلي ٫٫ مونږ د یو ریاست جوړولو حق ترلاسه کړی دی.٬٬

د کاټالونیا صدر کارلوس پويمونټ
د کاټالونیا صدر کارلوس پويمونټ

د سپین حکومت ددغه ریفرنډم مخالفت کوي او د اتوار په ورځ يې اولس د رایو اچولو نه اودرولو پوره پوره هڅې کړې وې.

په دغه سیمه کې چارواکو ویلي د اتوار په ورځ د ریفرنډم پر مهال د پولیسو لخوا خلک د رایو اچولو نه اودرولو پر سر جګړو کې د ۸۰۰ نه سوا کسان ژوبل شوي دي.

د سپین اېیني عدالت د کاټالان د پارلیمان لخوا منظور شوی هغه قانون هم ځنډولی په کوم کې چې د ازادۍ لپاره د ریفرنډم منظوري ورکړی شوې وه. د دغې وروستو هم د اتوار په ورځ دغه لانجمن ریفرنډم تر سره شوی.

د سپین قامي پولیس خلک په زور د رایو مرکزونو نه را اوباسي او دوي وهي ټکوي
د سپین قامي پولیس خلک په زور د رایو مرکزونو نه را اوباسي او دوي وهي ټکوي

د سپین د قامي پولیسو لخوا په یو شمیر پولېنګ سټیشنو یا د رايې اچولو په مرکزونو باندې چهاپې هم وهل شوي. د دغه سېمې نه خپرې شوو ویډیو ګانو کې ښودل کیږي چې پولیس خلک په زور د رایو مرکزونو نه را اوباسي او دوي وهي ټکوي.

د سپین وزیراعظم ماریانو راجوی ریفرنډم کونکي د تشدد ذمه وار بللي.

خو ښاغلي پويمونټ ویلي هغه به اروپايي ټولنې ته خواست کوي چې د ریفرنډم په مهال د تشدد پېښو کې د بشري حقونو سرغړونو ته پام وکړي.

په دغه سېمه کې د مزدوارنو یو شمیر اتحادیو او تنظیمونو د پولیسو لخوا شوي دغه تشدد پرضد د نهې یا دوشنبې په ورځ د احتجاجونو غږ کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG