لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الېکشن کمېشن ویلي پي ټي ايي ته د بېټ انتخابي نخښه بېرته د ورکولو د پېښور های کورټ فېصله به چېلېنج کوي


په 26م دسمبر د پېښور هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د "بېټ" د نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې وه
په 26م دسمبر د پېښور هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د "بېټ" د نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې وه

د پاکستان الېکشن کمېشن ویلي، پېښور هايکورټ چې پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د بېټ د انتخابي نخښې بيرته ورکولو کومه فېصله کړې، دا به چېلنج کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله ويلي، "الېکشن کمېشن لومړی غور کولو چې د پېښور هايکورټ د فېصلې ضد سپريم کورټ ته خواست وکړي خو بيا یې پرېکړه کړې چې د پېښور هايکورټ ته به خپلې پرېکړې ته د بيا کتنې خواست کولی شي".

الېکشن کمېشن په رسمي ډول په دغه اړه څه نه دي ويلي.

په 26م دسمبر د پېښور هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د "بېټ" د نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې وه.

له دغې درې ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند د پارټۍ په کچه (انټرا پارټي) انتخابات رد کړي وو او د ګوند څخه يې په راتلونکو انتخاباتو کې د "بېټ" انتخابي نخښه بیرته اخستل شوې وه.

پي ټي آی ويلي وو د الېکشن کمېشن دغه پرېکړه په عدالت کې چېلنج کوي او پېښور هايکورټ ته یې د الېکشن کمېشن د فېصلې ضد خواست کړی وو.

د پاکستان د الېکشن کمېشن مشرچيف الېکشن کمېشنر د سکندر سلطان راجه په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ د 22م دسمبر په شپه د پي ټي آی د ګوند په کچه شوو انتخاباتو باندې فېصله اورولې وه.

په فېصله کې ويل شوي وو، پي ټي آي چې روانه میاشت د ګوند په کچه کوم انتخابات کړي هغه د الېکشن کمېشن د قانون سره سمون نه خوري.

د پي ټي آی د ګوند په کچه انتخاباتو کې بېرسټر ګوهر خان د ګوند نوی چيرمېن ټاکل شوی وو.

د پي ټي آي د ګوند په کچه ترسره شوو انتخاباتو ضد الېکشن کمېشن ته خواستونه شوي او اعتراضونه پرې راپورته کړی شوي وو.

د پېښور هايکورټ د فېصلې وروسته پاکستان مسلم ليګ ن ګوند او جمعيت علما اسلام ف ګوند په ښکاره په دغه فېصله نيوکې کړې او په عدالت یې د پي ټي آی یې د ملاتړ تور لګولی وو.

د تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان د جمعې په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي، مخالفين یې هڅه کوي چې د پي ټي آی سره د بېټ نخښه پاتې نه شي.

هغه زياته کړې، "که د پي ټي آی نه انتخابي نخښه اخستل کيږي نو 227 مخصوص څوکۍ به چرته ځي، 70 د قومي اسمبلۍ څوکۍ او پاتې د صوبايي اسمبليانو سره دي. هغه ويلي، د دغو څوکو به د وزيراعظم او نورو په ټاکنو څه اغېزې وي".

بېرسټر ګوهر خان ويلي، "دا د ملک سخت انتخابات کيږي که دا انتخابات سوتره ونه وشو دا اقتصاد به تباه شي او دا جمهوریت به د پټلۍ نه ورغورځيږي".

د پاکستان الېکشن کمېشن په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو اعلان کړی، د نامزدګۍ دپاره کاغذونه جمع کړی شوي او د جانچ پړتال عمل یې روان دی.

د الېکشن کمېشن ترمخه په 13مه جنورۍ به انتخابي نخښې اعلانولی شي.

پاکستان کې د انتخاباتو او سياسي چارو کارپوهان وايي، د يو سياسي ګوند دپاره انتخابي نخښه ډېر اهميت لري، يو دا چې پاکستان کې د تعليم کچه ټيټه ده عام خلک د ګوند او امېدوار په ځای نخښه ګوري او بل غټ اثر په مخصوصو څوکيو پرېووځي.

د پاکستان د الېکشن کمېشن پخوانی سيکرټري کنور دلشاد وايي، انتخابي نخښه ډېراهميت لري ځکه عام کليوال خلک خو نوم نشي لوستی، د تعليم شرحه د 40 فيصده نه کمه ده، خلک په انتخابي کمپاين کې د نخښې نوم اخلي، په اشتهارونو او پمفلټونو کې نخښه جوړوي، ځکه په عامو ووټرانو یې ډېر اثر وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ويلي، "بل دا چې مخصوص څوکۍ ختمې شي لکه د مثال په توګه که د پاکستان تحریک انصاف امېدواران په ازاد حيثیت ودريږي او کاميابيږي نو هغه به د پارټۍ يا ګوند په نوم نه وي".

د نوموړي په خبره، يو ګوند ته د انتخابي نخښې نه ترلاسه کېدل او د ګوند په بنياد انتخابات نه کېدل ياد ګوند "د مخصوص او لږکيو د څوکيو څخه محروموي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG