لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مصرکې په جومات برید کې د مړو شمیر ۳۰۰ نه اوښتی


تیره ورځ د مصر جزیره نما سینا کې د جمعې مانځه په وخت په جومات برید کې د مړو شمیر ٣٠٥ تنو ته رسیدلی. په وژل شوو کې کې ٢٧ ماشومان هم دي.

د مصر سرکاري خبري ایجنسۍ مینا ترمخه د سینا ټاپوزمي د برید د مړو شمیر ٢٣٥ کسان ښودلی وو. د مصر سرکاري ټي وي او خبري سرچینو دغه شمیره شاوخوا ٢٠٠ ښودلې وه.

سرکاري ایجنسۍ همداشان ویلي وو چې د ژوبل شوو شمیر اوس شاوخوا ١٠٩ تنه دی.

د مصر امنیتي چارواکو ویلي وسله وال په موټرو کې سپاره وو او په داسې حال کې یې د الروضه په جومات کې پر خلکو ډزې وکړې چې د جمعې خطبه ویل کیدله.

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید د کولو ادعا نه ده کړې. خو وړاندې د دغې برید نه په مصر کې میشت یاغیان نه یواځې د مصر پر امنیتي ځواکونو ، بلکه پر جوماتونو او کلیساه گانو هم بریدونه کړي دي.

د مصر امنیتي ځواکونه په سینا کې د اسلامي دولت د ډلې سره تړلو یاغي ډلو پر ضد په مبارزه بوخت دي. په سینا کې یاغیانو په تیرو دریو کلونو کې په سلگونو پولیس او سرتیري وژلي دي.

د مصر صدر عبدالفتاح السیسي پر الروضه جومات باندې د سخت دریځو برید غندلی او دا کار یې "یو جنایت" گڼلی دی.

عبدالفتاح السیسی، په ټیلیویژن په خپله وینا کې د وژل شوو کسانو د کورنیو سره خپله خواخوږي څرگنده کړه او وویل چې بریدگر به "بې سزا" پاته نشي او مصر به د ترهگرو پر ضد خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

د امریکا صدر دونالد ټرمپ هم د مصر برید غندلی او هغه یې "پر بې گناه عبادت کوونکو باندې د ترهگرو وحشتناکه او ډارنه" حمله بلې ده.

ښاغلي ټرمپ په پخل ټوټر کې لیکلي چې "نړۍ ترهگري نشي زغملی، مونږ باید هغوی د پوځي لارې مات کړو او د افراطیت مفکوره چې د هغوی د شتون اساس دی، باید بې اعتباره کړو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG