په مصر کې په یو جومات باندې په داسې حال برید شوی چې خلکو د جمعې په لمانځه ولاړ وو.
د مصر سرکاري خبري ایجنسۍ مینا د سینا ټاپو د برید د مړو نوی شمیر ٢٣٥ کسان ښودلی دی. وړاندې د مصر دولتي ټیلیویژن او خبري ادارو دغه شمیره شاوخوا ٢٠٠ ښودلې وه.
ایجنسۍ همداشان ویلي چې د ټپیانو شمیر او س شاوخوا ١٠٩ تنه دی. د مصر امتنیتي چارواکي وايي وسله وال په موټرو کې سپاره وو او په داسې حال کې یې د الروضه په جومات کې پر خلکو ډزې وکړې چې خطبه ویل کیدله.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید د کولو ادعا نه ده کړې. خو په مصر کې فعاله یاغیان نه یواځې د مصر پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، بلکه وړاندې يې پر جوماتونو او کلیساه گانو یې هم بریدونه کړي دي.
د مصر امنیتي ځواکونه په سینا کې د اسلامي دولت د ډلې پورې د مربوطو یاغیانو پر ضد په مبارزه کې بوخت دي. په سینا کې یاغیانو په تیرو دریو کلونو کې په سلگونو پولیس او سرتیري وژلي دي.
د مصر صدر عبدالفتاح السیسي پر الروضه جومات باندې د سخت دریځو برید غندلی او دا کار یې "یو جنایت" گڼلی دی.
عبدالفتاح السیسی د مصر په یو ټیلیویژن وینا کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرگنده کړه او وویل چې بریدگر به "بې سزا" پاته نشي او مصر به د ترهگرو پر ضد خپلې جگړې ته دوام ورکړي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ هم د مصر برید غندلی او هغه یې "پر بې گناه عبادت کوونکو باندې د ترهگرو وحشتناکه او ډارنه" حمله بلې ده.
ښاغلي ټرمپ په پخل ټوټر کې لیکلي چې "نړۍ ترهگري نشي زغملای، مونږ باید هغوی د پوځي لارې مات کړو او د افراطیت مفکوره چې د هغوی د شتون اساس دی، باید بې اعتباره کړو".
د وي او ای اشنا په مننه!