لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مصر کې د حکومت خلاف مظاهرې جارې دي


جان کیري وویل د مصر چارواکې باید د اولس د وینا د ازادۍ او د پرامنه احتجاج د حق احترام وکړي. هغه غوښتنه وکړه چې مصر کې د ورستي تشدد دې په بې طرفه ډول تحقیقات وکړی شي
د پوځ لخوا د مصر لرې کړی شوي صدر محمد مرسي پلویانو د اتوار په ورځ هم د حکومت خلاف احتجاجونه جاري ساتلې دي.
ددې پرته چې امنیتي چارواکو مظاره چیانو ته د منتشر کیدو امر کړی دی، د ښاغلې مرسي پلویان د قاهرې نصر برخه کې راجمعه شوي وو خو حالات پرامنه وو.
د محمد مرسي پلویانو او امنیتي ځواکونو په منځ کې نښتو کې د جمعې د ورځې راهسې ٧۴ کسان وژل شوي او تر ١٠٠٠ پورې نور زخمیان شوي دي.
د محمد مرسي اخوان المسلیمون گوند ویلي چې پولیس په هاغه بې وسله احتجاج کونکو ډزې کړې دي چې د تیرو څو هفتو راهسې يي د هغه د بحالۍ غوښتنې په حق کې کیمپ لگولی دی.
خو مصر چارواکې دا خبره ردوي وايي پولیس یواځې د اوښکو گیس چلولی دی او تشدد کې د ښاغلې مرسي پلویان ککړ دي.
د مصر اسکندریه ښار کې چارواکو ویلي یو جومات کې ناستو خلکو د جومات په چار چاپیره گاونډ گولۍ ورولې دي خو د محمد مرسي پلویان وايي وسله والو د بهر نه په جومات ډزې کړې دي.
د امریکې خارجه وزیر جان کیري د خالي په ورځ یو بیان کې ویلي مصر دا وخت د انتهائي اهم پړاؤ نه تیریږي او هیواد کې تشدد مفاهمت او د جمهوریت عمل پشا بوځي.
جان کیري وویل د مصر چارواکې باید د اولس د وینا د ازادۍ او د پرامنه احتجاج د حق احترام وکړي. هغه غوښتنه وکړه چې مصر کې د ورستي تشدد دې په بې طرفه ډول تحقیقات وکړی شي.
محمد مرسي د مصر وړمبي منتخب شوی صدر وو او د پوځ لخوا د واک نه لرې کیدو ورسته په خفیه توگه بند کې ساتلی شوی دی. چارواکې وايي ددې خبرې تحقیقات کوي چې د محمد مرسي د فلسطین حماس ډلې سره په منصوبه سازۍ کې شامل وو.
XS
SM
MD
LG