لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر کښې حالات کړکېچن، نښتو کې ٣٠ کسان وژل شوي


راپورونه وائي په مصر کې دپوځ له لوري دصدر محمد مرسي دتختې اړولو وروستو دهغه دپلويانو اؤ مخالفينو ترمينځ شوؤ نښتو کې د٣٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ١٠٠٠ ژوبل شوي دي.
دروغتيا وزارت وائي چې په اسکندريه کې دولس اؤ قاهره کې دوؤ نښتو کې ٨ کسان وژل شوي دي. دلکونو خلکو لخوا دمرسي په ضدداحتجاجونو وروستو مصري پوځ صدر مرسي داقتدار څخه لرې کړى ؤ. دمصر لمړى منتخب صدر مرسي اوس مهال په بند کې دى. داخوان المسلمين يو شمير مشران هم نيول شوي دي.
دخالي په ورځ دمصر سرکاري ميډيا پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې داخوان المسلمين مرستيال مشر خيرت الشتر دتشدد لپاره دراپارولو په تور کې په مصر کې دخپل کور څخه نيول شوى دى.
دصدر مرسي مخالفين په هغه دمصري اولس دخواهشاتو په ضد دايجنډې لرلو اؤداقتصادي ستونزو په هوارولو کې دناکامۍ تور لگوي.
دامريکا خارجه محکمې دجمعې په ورځ مصر کې رامينځته شوي تشدد غندنه کړې ده اؤ په ټولو خواؤ يې دنور جارحيت څخه دډډې کولو غږ کړى دى.
دملگرو ملتونو جنرل سيکرټري بانکي مون هم مصر کې په رامينځته شوي تشدد دحيرانتيا څرگندونه کړې اؤ وئيلي دي دا خبره په مصري اولس انحصار کوي چې هغوي دوړاندې تگ لپاره لارې چارې وټاکي اؤ په دغه عمل کې بايد دښځو پشمول ټول خلک شامل کړل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG