لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره :نښتو کې د70ؤ څخه زيات کسان وژل شوي،١٠٠٠ ژوبل


راپورونه وائي دمصر پايتخت قاهره کې دلرې کړل شوي صدر محمد مرسي اؤ مخالفينو دمظاهرو په مهال شوؤ نښتو کې د70ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ د١٠٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وائي قاهره کې دربالااداويه جومات ترڅنگ خونړۍ نښتې روانې دي اؤ دډزو غږونه اوريدل کيږي.
دمصر دروغتيا وزارت دوژل شوؤ کسانو شميره ٢٠ اؤ دژوبل شوؤ ١٧٧ ښائي.
دپخواني صدر محمد مرسي پلويانو ټوله شپه مظاهرې دوامداره ساتلي دي.
داخوان المسلمين يو وياند وائي چې دغه نښتې دخالي په ورځ سحر وختي شوي دي اؤ زياتوي چې پوځ دزخمي کولو نۀ بلکې دوژلو په غرض ډزې کوي.
اخوان المسلمين وائي دخالي په ورځ دپوځ لرې کړل شوي صدر محمد مرسي په پلويانو مصري پوځ ډزې کړي چې پکې ٧٠ کسان وژل شوي دي.
دجمعې په ورځ دمرسي پلويانو اؤ مخالفينو په ټول مصر کې په کوڅو لاريونونه اؤ مظاهرې کړي.
دصدر محمد مرسي دلرې کولو څخه راپديخوا مصر کې پيل شوؤ مظاهرو کې تر دې مهاله د٢٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي، چې پکې دزياترو تعلق داخوان المسملين سره دى.
دمصري پوځ مشر جنرال عبدالفاتح السيسي ، چاچې دمرسي په لرې کولو کې مهم کردار ادا کړى ؤ، دجمعې په ورځ يې په مظاهرينو غږ کړو چې داحتجاجونو کولو سره دې هغه دتشدد اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دکارروائيو اختيار ورکړي.
دجمعې په ورځ دمصر يو عدالت دبرطرف کړل شوي صدر په ضد دحماس سره دسازباز په تورونو کې دهغه دبندي ساتلو په ترڅ کې دتحقيقاتو حکم ورکړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG