لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصرپه اړې گړې کې ١٠٠ ؤ نه زیات خلک وژل شوې


قاهره کې د خریدارۍ سوزول شوې مرکزنه لوگی پورته کږي.
قاهره کې د خریدارۍ سوزول شوې مرکزنه لوگی پورته کږي.

د مصر صدر حسنې مبارک خلاف د روانو مظاهرو په لړ کې د سرښار قاهره او الیگزییډریه په کوڅو کې مظاهرچیان د اتوار په هم جمع شوې ؤ او رپورټونو وائې د هیواد په سیاسې اړې گړې کې تر دا وخت د ١٠٠ ؤ نه زیات خلک وژل شوې دي.

د مصر په یوشمیر لویو ښارونو کې مظاهرې د نهې په ورځ شورو شوې دي او د قاهره په شمول په نورو ښارو کې په لویه شمیره کې پولیس، پوځ او نور امنتي ځواکونه پرځائې کړی شوې دي.

رپورټونه وائې ناقرارۍ کې د ١٠٠ ؤ نه زیات خلک وژل شوې او د ١٠٠٠ؤ نه زیات نور خلک زخمیان شوې دي. او ویل کېږي چې یو ځندان نه په زرگونو خلک په تښتیدو کې کامیاب شوې دي.

د مظاهرو په ترڅ کې د مصر صدر حسنې مبارک د خپلې کابینې د ختمولو اعلان کړی دی. د جمعې د ورځې د مظاهرو وروسته حسني مبارک په سرکاري ټي وي قام ته وينا کې د کابېنې د ختمولو او د اصلاحاتو اعلان اوکړو.

د امریکا صدر باراک اوبامه د مصر په روان حالاتو حسنې مبارک سره په ټېلي فون خبرې اترې کړي او ښاغلي مبارک ته یې وئيلي دي چې هغه دې د کوټلو گامونو اخستو سره د مصري اولس سره داصلاحاتو کړې ژمنې پوره کړي.
په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره خبرو کې صدر اوباما وويل هغه مصري حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دمظاهرينو په ضد دې دتشدد څخه ډډه وکړي او دانټر نيټ په شمول دې ټولې مواصلاتي رابطې بحال کړي.

خو مصر نه ورستي پورټونه وائې حکومت قاهره کې د قطر الجزیره ټیلې ویژن قاهره کې دفتر بند کړی دی. الجزیره په دې حقله وئیلې دغه گام د خبرنو د ازادۍ خلاف دی.

بل خوا د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو وئیلې اسرائیل په مصر کې په حالاتو باندې ژور نظر ساتې او غواړې سیمه کې امنیت او سلامتیه پرائې اوساتلی شي. مصر سیمه کې د اسرائیل تر ټولو لویه عرب ملگری هیواد دی او د اسرئیل او فلسطینیانو په منځ کې د امن د پاره د منځگړې توب کردار هم ادا کړی دی.

د سعودې عرب باچه شاه عبدالعزیز مصر کې د احتجاجونو مخالفت او حسنې مبارک ملاتړې يي کړې ده.

او امریکې خپلو شهریانو ته هدایت کړی دی چې مصر نه دې زر تر زره اوځې. پاکستان هم وئیلې مصر نه خپلو شهریانو د ویستلو د پاره به خصوصي پروازونه چولوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG