لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره:د (بدل ورځ) په مظاهرو کې د مرګ ژوبلی رامنځ ته شوي


مطبوعاتي رپورټونه واېي د جمعی په ورځ په مصر کې د صدر مرسي د پلویانو لخوا تازه مظاهرو او د امنیتي ادارو لخوا د مظاهرچیانو پرضد کاروېۍ په محال په درځنو مظاهرچیان وژل شوي. نن د جمعې نمانځه وروستو په ټول مصر کې د صدر مرسي پلویانو لخوا د (بدل ورځ) نمانځل کیده او په وړو لویو ښارونو کې مظاهرو اعلانونه شوي وو.
تازه رپورټونه واېي د قاهره په رمسېس چوک باندی د مظاهرچیانو او امنیتي ځواکونو ترمینځه انښتو کې ۳۲ کسان وژل شوي. ځنو ځاېي خلکو الجزیره ټي وي ته ویلي په مظاهرچیانو د هیلي کاپټرو نه هم ډزی شوې دي. هم په مصر کې چارواکو دعوه کړی د پولیس والو په شمول ۴۰ مظاهرچیان وژل شوي دي.
په مصر کې د صدر محمد مرسي په زرګونو پلویانو سره د موقتي حکومت لخوا اعلان شوي بیړني حالت یا ایمرجنسۍ په قاهره او نورو لویو ښارونو کې مظاهرې شورو کړې دي.
تازه مظاهری نن د جمعی نمانځه نه وروستو شورو شوي . دغی مظاهرو اعلان تیره ورځ د صدر محمد مرسي حمایتیانو وروستو د هغې کړی وو کله چې دوه ورځې وړاندی د مصر پولیسو او امنیتي ځواکونو د صدر مرسي حمایتانو په دوه لویو لویو کیمپونو ورغلل او دوي ېي د خپلو ځایونو نه خواره کړل.
په مصر کې د لرې کړی شوي صدر محمد مرسي په زرګونو پلویانو باوجود د دي چې موقتي حکومت بیړني حالت یا ایمرجنسۍ لګولی. په قاهره او نورو لویو ښارونو کې مظاهرې شورو کړې دي.
تازه مظاهری نن د جمعی نمانځه نه وروستو شورو شوي . دغی مظاهرو اعلان تیره ورځ د صدر محمد مرسي حمایتیانو وروستو د هغې کړی وو کله چې دوه ورځې وړاندی د مصر پولیسو او امنیتي ځواکونو د صدر مرسي حمایتانو په دوه لویو لویو کیمپونو ورغلل او دوي ېي د خپلو ځایونو نه خواره کړل.
هم په مصرکې حکومت ویلي د صدر محمد مرسي دپلويانو په ضد دامنيتي ځواکونو کارروايۍ کې دوژل شوؤ کسانو شميره د٦٣٠ؤ څخه اوښتې اؤ دپلازمينې قاهرې په بيلا بيلو سيمو کې داخوان المسلمين پلويان دبيړني حالت دلگولو باوجود قاهره اؤ نورو ښارونو کې دلاريونونو ويستو په ترڅ کې دامنيتي ځواکونو په ضد شعارونه ورکوي.
دمحمد مرسي پلوي گوند اخوان المسلمين دجمعې په ورځ مصر کې داحتجاج دورځې اؤ په لويه کچه دلاريونونو ويستو اعلان کړى.
که هر څو حکومت دامنيتي ځواکونو کارروايۍ کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٦٣٨ ښائي ، خو اخون المسلمين وائي چې دغه شميره دزرگونو په شمير ده.
ملگرو ملتونو مصر کې په ټولو خواؤ ټينگار کړى چې ، چې هغوي دې دصبر څخه کار واخلي اؤ دمظاهرينو په ضد دطاقت په استعمال امريکا په راتلونکې مياشت کې دمصر سره دگډو پوځي مشقونو دمنسوخولو اعلان کړى.
پاکستان هم دمظاهرينو په ضد دطاقت داستعمال غندنه کړې اؤ قومي اسمبلۍ کې مصر کې دامنيتي ځواکونو کارروايۍ کې داولسي وگړو دوژنې په ضد دغندنې قرارداد هم منظور کړل شوى دى.
دقاهرې په ټانټا نومې سيمه کې امنيتي ځواکونو دمظاهرينو په ضد داوښکو بهيونکى گيس استعمال کړى.
پوليسو خلکو ته دحکومت ضد مظاهرو څخه دډډې کولو خبردارى جاري کړى اؤ وئيلي يې دي چې امنيتي ځواکونه به دځان په دفاع کې وسلې استعمالوي.
خو اخوان المسلمين دغه خبردارى رد کړى اؤ مظاهره چيان وائي هغوي به دجمعې په ورځ يو لويې احتجاجي مارچ کوي.
دمصر داخله وزارت وائي هيواد کې دبيړني وضعيت دپځايې کيدو وروستو پوليسو ته دځان په دفاع اؤ مهمو ځائيونو حفاظت لپاره په خلکو دگولۍ چلولو اجازت ورکړل شوى دى.
دمصر دصحت دمحکمې وينا ده چې دامنيتي ځواکونو لخوا شوې کارروايۍ کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٦٣٠ؤ څخه اوښتې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG