لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اختر په لومړۍ ورځ په الاقصی مسجد کې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو شخړه وشوه


د الاقصی مسجد ځای، هم مسلمانانو ته او هم یهودیانو ته خاص مذهبي ارزښت لري

نن اتوار/یکشنبې د لوی اختر په لومړۍ ورځ، په بیت المقدس کې د اختر د لمانځه پر مهال د لمونځ کوونکو او اسرائیلي پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو.

دا پیښه د الاقصی جومات په انگړ کې رامنځته شوه خو تر اوسه معلومه نه ده چې د پیلیدو وجه یې څه وه. په زرگونو مسلمانان د اتوار یا یکشنبې په سهار د اختر د لمانځه ادا کولو دپاره، الاقصی جومات ته ورغلل.

الاقصی جومات په اسلام کې، له مسجد الحرام او مسجد النبوي نه پس، درېیم تر ټولو سپیڅلی ځای گڼل کیږي، خو پر همدې ځای چې د الاقصی مسجد جوړ شوی، دا بیا د یهودیانو په مذهب کې تر ټولو اول سپیڅلی ځای بلل کیږي. له دې امله، د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د اوږدې شخړې یو مهم عامل، همدا د الاقصی جومات او د هغې پر ځمکې د دواړو غټو ابراهیمي ادیانو دعوه داري ده.

د اسرائیل پولیسو د اتوار/یکشنبې په ورځ مخکې له دې چې اخ و ډب رامنځته شي، د الاقصی جومات انگړ ته تلونکې لارې یې وتړلې. دا ځل د مسلمانانو لوی اختر په داسې یوه ورځ برابر شوی چې یهودیانو ته د خپل دیني تاریخ له مخې، تر ټولو بده ورځ ده.

په یهودیت کې، دا ورځ چې "تیشا بئاو" بلل کیږي، په دې بده گڼل کیږي چې د دوی په باور، په همدې ورځ د بابل پاچا بخت النصر په بیت المقدس کې د هیکل سلیمان معبد وران کړ، او بیا څو پیړۍ وروسته یې، بیا په همدې ورځ رومیانو په بیت المقدس کې د یهودیانو دویم معبد هم ونړاوه.

XS
SM
MD
LG