لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ په زیاتره مسلمان هېوادونو کې د جمعې په ورځ اختر لمانځل کیږي


د اختر بنگړو خریداري
د اختر بنگړو خریداري

د سعودي عرب، افغانستان او د پاکستان د خېبرپښتونخوا او د نړۍ په نورو زیاتره برخو کې د جمعې په ورځ واړه یا کوچنی اختر لمانځل کېږي.

د شوال میاشت کتلو دپاره د پاکستان د میاشت د کتنې حکومتي کمېټۍ ویلي د سپوږمۍ د لیدل کیدو شهادتونه یې نه دي ترلاسه کړي. د کمیټۍ مشر مفتي منیب الرحمان اعلان وکړو چې اختر د خالي، شنبې، په ورځ دی.

د پېښور په قاسم علي خان جومات کې مفتي شهاب الدین پوپلزۍ د اختر میاشت د لیدو شهادتونه ترلاسه کوي
د پېښور په قاسم علي خان جومات کې مفتي شهاب الدین پوپلزۍ د اختر میاشت د لیدو شهادتونه ترلاسه کوي

په پېښور کې د قاسم علي خان جومات خطیب مفتي شهاب الدین پوپلزۍ وویل د سپوږمۍ د لیدل کېدو شهادتونه یې ترلاسه کړې دي او د جمعې په ورځ اختر دی.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، ښاغلي پوپلزۍ وویل د سپوږمۍ د لیدل کېدو ۴٥ شهادتونه یې ترلاسه کړل چې پکې ١٠ شهادتونه د مېرمنو وو.

د قاسم علي خان جومات د اعلان سره سم د خېبر پښتونخوا په بیلا بېلو سیمو کې د جوماتونونه د جمعې د ورځې د اختر اعلانونه وشول چې پکې لنډي کوتل، باجوړ، بنو، شمالي وزیرستان، صوابۍ او نورې سیمې شاملې وې.

د خېبر پښتونخوا په سوات، شانگله او هزاره کې اختر د خالي، شنبې، په ورځ دی.

په افغانستان کې هم د جمعې په ورځ اختر دی.

په کابل کې د اختر د خریدارۍ منظر
په کابل کې د اختر د خریدارۍ منظر

د اختر دپاره افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د ډزبندۍ اعلان کړی دی. حکومت د یوې هفتې او طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د جنگ نه کولو لوظ کړی دی.

د سعودي عرب، امریکا او د نړۍ په یو شمیر هېوادونو کې مسلمانان د روژې د میاشت په ختمیدو عیدالفطر یا د واړه اختیر خوشحالۍ لمانځي.

په عیدگاه او جوماتونو کې د اختر خصوصي لمونځونه کیږي، په کورونو کې رنگ رنگ خوارکونه پخیږي، خلک د خپلو خپلوانو او د ملگرو سره یوځای کیږي او خوشحالي کوي.

په بنگله دیش کې هر کال په لکونو خلک د اختر په موقع سفر کوي
په بنگله دیش کې هر کال په لکونو خلک د اختر په موقع سفر کوي

لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په رنگ په امریکا کې میشته مسلمانان هم د اختر د خوشحالیو خصوصي انتظام کوي، جوماتونو کې د اختر په لمونځ کې گڼه گوڼه وي او د اختر د شپې د مېلو په رنگ غونډې کوي.

د امریکې په سرښار واشنگټن کې او شا او خوا په ورجینیا او مېرې لینډ ریاستونو کې د پاکستان، افغانستان، بنگله دیش، د منځني ختیځ او د یو مشیر نورو هېوادونو مسلمانان په گڼه شمیره کې اباد دي.

د ورجېنیا په یو جومات کې د تیرکال د اختر د لمونځ منظر
د ورجېنیا په یو جومات کې د تیرکال د اختر د لمونځ منظر

په ورجینیا، مېرې لېنډ او واشنگټن کې د اختر په شپه ځای په ځای د سپوږمۍ د شپې انتظام شوی وي، خلک د خپلو کورنیو سره ورځي، مېرمنې او ماشومان جامه پېزار اخلي او لاسونه په نکریز رنگوي.

د اختر په اړه د فرانس خبري اداره ای ایف پي وايي په ایشیا کې په میلینونو مسلمانان اختر د خپلو کورنیو سره تېرولو دپاره سفر کوي او د کراچۍ نه واخلې تر د کوالالمپور پورې په سړکونو، هوايي اډو او د ټرین په سټشنو د خلکو گڼه گوڼه ده.

د مسلمانانو د اکثریت ملک انډونیشیا سرښار جکارته د ابادۍ ٧٠ فیصد برخه خلک د اختر دپاره په بیلا بیلو جزیرو کې پرتو کلو او بانډو ته سفر کوي.

په انډونیشیا کې خلک د اختر لمونځ دپاره په کشتۍ کې روان دي
په انډونیشیا کې خلک د اختر لمونځ دپاره په کشتۍ کې روان دي

ای ایف پي وايي په بنگله دیش کې به سږ کال ٥٠ مېلینه خلک د اختر دپاره سفر کوي. مزمل حق چوهدري د بنگله دیش د مسافرو د خېرښېگړې د تنظیم مشر دی وايي یوازې د سرښار ډاکه نه به د یو لس لکو نه زیات خلک خپلو کورونو ته سفر کوي.

ای ایف پي وايي د مسلمانانو د اکثریت ایشیايي هېوادونو کې د اختر په موقع په سړکونو حادثې هم زیاتې شي. ای ایف پي وايي تېرکال په بنگله دیش کې د اختر په موقع د سړک په حادثو کې دوه سوه او شپږ اویه کسان مړه شوي وو او په انډونیشیا کې دغه شمیره د اووه سوه او څلوېښت کسانو وه چې په حادثو کې یې ژوندونه دلاسه ورکړې وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG