لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د دنیا تر ټولو شتمه من تن اعلان کړی چې ټوېټر نه اخلي 


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه مسک وویل ټوېټر د اخیستلو سودا ځکه ختموي چې دغه کمپنۍ ورته دا معلومات ورنکړی شول چې په ټوېټر د "فېک" یا جعلي اکاونټونو شمېره څومره ده؟

د دنیا تر ټولو شمته من تن او د ټېسلا نومې کمپنۍ مالک ایلان مسک د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې هغه د سماجې پېغام رسانۍ وېب پاڼې "ټوېټر" اخیستلو دپاره د 44 بېلین ډالرو سودا ختموي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه مسک وویل ټوېټر د اخیستلو سودا ځکه ختموي چې دغه کمپنۍ ورته دا معلومات ورنکړی شول چې په ټوېټر د "فېک" یا جعلي اکاونټونو شمېره څومره ده؟

د ایلان مسک د اعلان په ځواب کې د ټوېټر کمپنۍ چیرمېن برېټ ټېلر وویل د مسک د فېصلې خلاف به مقدمه کوي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه ښاغلي ټېلر کمپني یې تیاره ده چې ایلان مسک سره د ټوېټر د خرڅولو په اړه د معاهدې مادې او د خرڅو نرخ څرګند کړي.

د مسک وکیلانو ویلي ټوېټر د جعلي او سپېم اکاونټونو په اړه دوی ته معلومات ورکولو کې ناکامه شوی و. ایلان مسک وویل هغه ځکه هم ټوېټر اخیستلو د معاهدې نه په شا کېږي چې کمپنۍ د لوظنامې برعکس یو شمېر خپل لوړ رتبه چارواکي ګوښه کړي دي.

د جمعې په ورځ د ایلان مسک د فېصلې نه وروسته په سټاک مارکېټ کې د ټوېټر د ونډو قیمت کې شپږ فیصد کمی وشو او د یوې برخه یا شېیر نرځ 34.58 ډالر و.

د اپرېل په میاشت کې کله چې مسک ټوېټر د اخیستلو فېصله کړې وه نو د کمپنۍ د یوې برخې یا شېیر قیمت 54.20 ډالر و.

رویټرز خبري اداره وايي ټوېټر د نه اخیستلو په اړه د ایلان مسک اعلان په یو داسې سودا کې ورستی پېچ دی چې په اړه به یې وېل کېدل چې دغه سودا به وشي او که نا؟

رپورټ وايي په اپرېل کې د سودا کېدلو وروسته مسک دا وځنډوله په دې شرط چې په ټوېټر د سپېم اکاونټونو شرح‌ دې د ټوېټر د ټولو استعمالوونکو د پېنځه فیصد نه زیاته نه وي.

په دغه پړاو مطبوعاتو دا ګڼل چې د مسک دغه شرط ښښي هغه د سودا نه په شا کېدل غواړي.

د ټوېټر د خرڅون په معاهده کې دا شرط هم و چې که دا سودا په دې سبب سر ته نه رسي چې مسک د کمپنۍ د اخیستلو دپاره قرضه ترلاسه نه کړی شوه او یا حکومت د معاهدې مخنیوی وکړو نو مسک به ټوېټر ته یو بېلین ډالر ورکوي خو که چېرې هغه د سودا نه په خپل سر وروسته کېږي نو بیا به دغه پېسې نه ادا کوي.

څېړونکي وايي په داسې حال کې ټوېټر عدالت ته خپلې مقدمې وړلو اعلان کړی، د ایلان مسک او ټوېټر ترمنځ د اوږدې مقدمې توقع ده او ټوېټر به کوښښ کوي چې د خرڅون معاهده برقرار پاتې شي او یا مسک سودا نه د په شا کېدلو په سر یو بېلین ډالر ادا کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز او ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG