لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې د جرمن امدادي ادارې څلور مقامي کارکوونکي نیولي دي


په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د جرمني په شمول زیاترو مغربي ملکونو خپلې سفارتخانې بندې کړي دي
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د جرمني په شمول زیاترو مغربي ملکونو خپلې سفارتخانې بندې کړي دي

د جرمني د اقتصادي همکارۍ او د پرمختګ وزارت ویلي د افغانستان واکمنو طالبانو د جرمني د حکومت امدادي ادارې څلور افغان کارکوونکي نیولي دي.

د وزارت ترجمانې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته د خالي، شنبې، په ورځ د جي ايي زي نومې ادارې د کارکونکو د نیول کېدو تصدیق وکړو او ويې وېل په رسمي ډول يې څه معلومات نه دي ترلاسه کړي چې د امدادي ادارې مقامي کارکوونکي ولې حراست کې اخیستل شوي دي.

ترجمانې وویل دا صورتحال انتهايي سنجیده اخیستل کېږي او ټولې لارې کارکول کېږي چې خپل همکاران ازاد کړي.
جرمن اېجنسي فار انټرنېشنل کواپرېشن یا جي ايي زي د جرمني د حکومت اداره ده او وېب پاڼه يې وايي اداره قریباً په ۱۲۰ ملکونو کې د اقتصادي ترقۍ، کار روزګار، توانای، چاپېریال او د امن او امان په برخو کې کار کوي.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د جرمني په شمول زیاترو مغربي ملکونو خپلې سفارتخانې بندې کړي دي.

په شروع کې طالبانو لوظ کړی و چې د ۱۹۹۶ د وړمبي حکومت برعکس به معتدله تګلاره خپلوي خو په ورو ورو يې د شریعت د خپلې تشریح دلاندې عملي کول شروع کړل.

طالبانو د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده، ښځې تعلیم او کارروزګار او د محرم نه بغیر سفر نه کولی. حمامونو او پارکونو ته نه تللی او ورته وېل شوي چې برقعې به په سروي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر والکر ټرک د سېپټمبر په میاشت کې ویلي طالبانو د واکمنېدو دوه کاله وروسته په افغانستان کې انساني حقونو په نسکورېدو دي او په دې لړ کې طالبانو د تحفظ ټول ګامونه په شا بوتللي دي.

طالبانو د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي مېرمنو د کار روزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

د ای پي په رپورټ کې نه دي وېل شي چې ایا طالبانو د جرمن امدادي ادارې د کارکوونکو د نیول کېدو په اړه څه ویلي دي او که نا؟

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG