لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دوحه کې طالبانو سره خبرو کې نړیوالو استازو په افغان مېرمنو په بندیزونو د تشویش اظهار وکړو



ډي کارلو وویل ترڅو چې افغانستان د خپلې نیمې ابادۍ د صلاحیتونو نه محرومه وي نو نه خو په نړیواله ټولنه کې شاملېدلی او نه هم په اقتصادي او سماجي توګه ترقي کولی شي
ډي کارلو وویل ترڅو چې افغانستان د خپلې نیمې ابادۍ د صلاحیتونو نه محرومه وي نو نه خو په نړیواله ټولنه کې شاملېدلی او نه هم په اقتصادي او سماجي توګه ترقي کولی شي

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشرې روز مېري ډی کارلو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په دوحه، قطر، کې د افغانستان واکمنو طالبانو سره ملاقاتونو کې نړیوالو استازو په افغان مېرمنو د طالبانو په بندیزونو د تشویش اظهار وکړو.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحه په دوه ورځنۍ غونډه کې طالبانو په وړمبي ځل شرکت وکړو.

ډي کارلو په یو بیان کې وویل د طالبانو سره ملاقاتونو کې بنیادي خبره په افغان مېرمنو او په جینکو د بندیزونو په اړه د هغې خپله او د نړیوالو استازو تشویش و.

هغې وویل ترڅو چې افغانستان د خپلې نیمې ابادۍ د صلاحیتونو نه محرومه وي نو نه خو په نړیواله ټولنه کې شاملېدلی او نه هم په اقتصادي او سماجي توګه ترقي کولی شي.

په کال ۲۰۲۱ کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته په هېواد د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د شریعت د خپلې تشریح دلاندې په ښځو د تعلیم، کار روزګار، سفر او ځینې نور قدغنونه لګولي دي.

طالبان د خپلو تګلار دفاع کوي، وايي د اسلام او افغان دود دستور سره سم به د ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره حالات برابروي.

د طالبانو حکومت په رسمیت په نړیواله کچه نه دی منل شوی.

ډي کارلو وویل په دوحه کې طالبانو سره د دوه ورځنیو خبرو معنا دا نه ده چې حکومت يې ومنل شو مګر دا د نړیوالې ټولنې د کوښښونه برخه ده چې هغه مسلې حل کړي چې په مېلینونو افغانان ورسره مخامخ دي.

ډي کارلو وویل په دې اړه په پراخه کچه اتفاق موجود و چې د مخکې تګ دپاره دې لاره غوره کړی شي.
د انساني حقونو تنظیمونو د دوحه په غونډه تنقید کړی و چې ښځې په کې نمایندګي نه لري.

ډي کارلو وویل په غونډه د تنقید نه خبر وه خو طالبانو نه غوښتل چې د شهري حقونو فعالانو سره په مېز کښېني.
په دوحه کې د افغانستان په اړه د دا خپل نوعیت دریمه غونډه وه. د دغو غونډو لړۍ د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر (جنرل سيکرټري) انتونيو ګوټېرېس شروع کړي او د دوحه پروسېس یا د دوحه بیهر نوم ورکړی شوی دی.

د دوحه په تازه غونډه کې د طالبانو د عبوري حکومت د مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ګډون وکړو.

غونډې ته په وينا کې مجاهد ټينګار وکړو چې د امریکې په شمول په نورو مغربي ملکونو کې د افغانستان منجمد اثاثې افغانستان ته ورکړی شي او د بېنکونو په نظام لګول شوي بنديزونه دې ختم کړل ځکه چې د افغانستان نړيوال اقتصادي نظام کټ دی.

هغه ويلي، دغه ډول بنديزونه د افغانستان د اقتصادي پرمختيا په وړاندې خنډ جوړيږي.

ذبيح الله مجاهد په غونډه کې د نړيوال بېنک او اېشیايي ترقیاتي بېنک استازي په مخاطب کولو وویل افغانان پوښتنه کوي چې په اقتصاد او تجارتي بندیزونو کې د نرمۍ عمل ولې په قلاره دی؟ حکومت او شخصي سېکټر پرله پسې د مختلفو چېلنجونو سره ولې مخ دی؟

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره امریکې د افغان مرکزي بېنک اووه اربه ډالره شتمنۍ تړلي دي.

د امریکايي صدر جوبايډن انتظامیې په کال 2022م کې د دغو پېسو څخه نيمې په سویټزرلېنډ کې يوې ادارې ( د افغان ولس دپاره فنډ) ته منتقل کړې وې، او پاتې پېسې اوس هم د امریکا سره تړلې پرتې دي.

ذبيح الله مجاهد په خپله وينا کې د جينکو د تعليم، ښځو په کارونو او سفري بندېزونو په اړه په څرګند ډول څه نه دي ويلي خو دا یې د کلتور، مذهب او پاليسۍ سره اختلاف ګرځولی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رچرډ بېنيټ په یو وروستي رپورټ کې د طالبانو سخت دريځه بندېزونه [ په ټوله ابادۍ حمله] او [بشريت خلاف جرمونو] په نوم ياد کړي وو.

مجاهد په خپله وینا کې ويلي، هغه د دې خبرې څخه انکار نه کوي چې ځينو هيوادونو ته د اسلامي امارت [ د طالبانو د واکمنۍ] د اقداماتو څخه پرېشاني کېدی شي.

هغه ويلي، د پاليسۍ سره اختلاف دومره حد ته سېوا کول نه دي پکار، چې طاقتوره هيوادونه د خپل قوت څخه ګټه پورته کړي چې په افغان ولس د امنيت، سياست او اقتصاد فشار سېوا کړي او د هغې له امله د افغان ولس ژوند ډېر اغېزمن شي.

نوموړي په امریکا او لويديځ نيوکې کړي چې په طالبانو د دې فشار اچوي چې دوی خپل دريځ نرم کړي، هغه د دغو هيوادونو څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان کورنۍ چارې دې د نړيوالو اړيکو څخه جلا کړي.

هغه د روس، چين او نورو هيوادونو سره د طالبانو د اړيکو يادګېرنه کړې او ويلي يې دي په افغانستان کې واکمن طالبان د لويديځ سره هم اړيکو ته لېوالتيا لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG