لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ایتهوپیا پوځ د تایګری سرښار نیولی دی


د ایتهوپیا پوځ تیره ورځ د نومبر په 28 مه اعلان وکړو چې د تایګری سېمې سرښار میکلی قبضه یې پوره کړې ده.

وزیراعظم ابی احمد په یو بیان کې وویل:

“ الله دې ایهتوپیا او ددې اولس په امان ولري”, هغه وویل دويي میکلی ته بې د څه اولسي زیان اړولو ورننوتي دي.

خو د تایګری پیپلز لبرېشن فرنټ (ټي پي ایل ایف) ځواکونو مشر رایټرز ته ویلي دي دويي به لاس په سر کېږي نه:

“دا روان بربریت زمونږ حوصلې نه شي ماتولې، مونږ به یرغلګرو ته تر اخره سنګر نه پرېږدو”

ډبرسټین ګبری مایکل په یو پیغام کې رایټرز ته وویل دوي د خپلې اذادۍ دفاع هرو مرو کوي، هغه د ددې تپوس په ځواب کې چې ګویا ستاسې عسکر به جکړه کوي؟ نو هغه وویل:

“هرو مرو به یې کوو. دا زمونږ د خود مختارۍ د دفاع جنګ دی”

ددې وړاندې ګبری مایکل ويلي وو چې د 500,000 وګړو په ښاریه میکېل کې تود جنګ روان ؤ.

بلې خوا ته ابی په یو بیان کې د مستقبل نقشه داسې راښکلې ده:

“مونږ ته دا وخت د بیا ودانۍ یو دروند کار شورو کول دي، هغه خلک چې بې کوره شوي وو د هغويي کورونه ابادول او بیرته خپلې سېمې ته راوستل دي، او په تایګری کې امن په ځای کول دي”

هغه وویل پولیس به ټي پي ایل ایف مشران نیسي او عدالتونه به فیصلې ورکوي.

دا نه ده معلومه چې ټي پي ایل ایف مشران پوځ ته سلامي شوي دي. خو د ډیبرسټین په پیغام کې رایټرز ته ويلي دي ددوي پوځونه د میکېل د خواوشا نه په شا شوي دي.

په 2018 کې د ابی په واک کې د راتلو پورې ټي پي ایل ایف د ټایګری په سیمه د 25 کالو راهسې حکومت کولو.

ابی د د دوه لسیزو راهسې د ایريټیریا سره د لانجمن حالاتو په قابو کولو او اصلاحاتو کولو باندې د امن د نوبل امن جایزه هم ګټلې ده.

د ابی د حکومت د جمهوریت د قایمولو وزیر ذدیګ ابراها ایسوسي ايټېټډ پریس ته ويلي دي تر اوسه معلومه نه ده په جګړه کې څومره خلک وژل شوي دي. هغه وویل البته وويل اولسي زیان ډېر کم شوی دی.

هغه وویل تر څو دوي حالات په مکمله توګه قابو کړي د هغې ورستو د بشري ښېګړو لپاره لارې پرانیزي. هغه وویل دا نشي ویلی چې خطر به تر کله پورې وي.

د هغه نه دا تپوس هم وشو چې په سیمه کې د څلورو هفتو راهسې جګړه روانه وه او غیرجانبداره څارنوالو ته به موقع ورکړي چې د انساني حقونو د سر غړونو چې کوم تورونه دي د هغې پلټنې وکړی شي؟

هغه وویل “دوي به د چا نه هیڅ هم نه پټوي”

هغه وویل شفافیت د اصلاحاتو برخه ده خو وخت ته به ګوري.

د بشري ښېګړې کارکونکي واي د کله نه چې جکړه انښتې ده د ځواکونو په ګډون په سوونو خلک وژل شوي دي.

د ایهتوپیا د بشري حقونو کمیشن دوه ورځې د مخه ويلي وو د نومبر په 9مه نیټه د مايي کيدرا په سیمه کې 600 کسان وژل شوي وو.

هم دغه شان رپورټ د نومبر په 12 مه ایمینېسټي انټرنېشنل ورکړی ؤ.

تیره ورځ د عیسایانو روحاني پېشوا پوپ فرانسېس په یو ټویټ کې د ایهتوپیا لپاره د دعاګانو کولو خواست کړی ؤ”

“زه ټولو ته خواست کومه چې په روانې جګړه کې په ایهتوپیا کې لوی ناورین شوی، دعا وکړئ”

د افریقه لپاره امریکاي سفارتکار تیبور ناګی ويلي دي په میکېل کې جګړه او اولسي ناورین د فکر مندې وړ خبره ده، هغه د امن په ځای کولو او د تشدد ختمولو خواهش څرګند کړلو.

د سیمې نه څه د پاسه یو میلین خلک بې کوره شوي، 43000 سوډان ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیکټري جنرل د اولس د خیال ساتلو او حفاظت غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG