لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګڼو اروپايي هیوادونو کې د کرونا وایرس پرضد وېکسین ورکول پېل شول 


د اتوار/ یکشنبې په ورځ ګڼو اروپايي هیوادونو د کرونا وایرس پرضد د وېکسینو ورکولو لړۍ پېل کړې. په اټلي کې د هسپتال یوې نرسې، د یونیورسټۍ یو پروفیسر او یو ډاکټر ته د وېکسینو لومړۍ ټیکې په لازارو سپالانزي هسپتال کې لګول شوي.

په سپېن کې بیا په یو نرسنګ هوم یا د بوډاګانو د ساتنې په مرکز کې وېکسین ورکول پېل شوي. د جمهوریه چېک وزیراعظم انېډرې بابیس د خپل هیواد په لومړي کسانو کې وو چرته چې به ټولو خلکو ته دغه وېکسین ورکړل کیږی.

په سلواکیه کې هم د دغه وېکسینو لومړی خوراک د صحت کارکونکو او د خوریدونکو ناروغیو ماهرو داکټرانو ته ورکړل شوي. اروپایي هیوادونو ته به د فاېزر او بایو ان ټېک کمپنې لخوا تیار شوي د کرونا پرضد وېکسینو ۱۰۰۰۰ محدود خوراکونه ورکړل کیږي.

هر هیواد د وېکسینو ورکولو خپل پروګرام لري خو ټول هیوادونه د کرونا نه زیات خطر ته مخامخ خلکو له په لومړي فرصت کې وېکسین ورکوي.

د یورپي کمېشن صدر په یو ویډیو پېغام کې اروپا کې په ګډه د وېکسینو ورکولو کار د یو والي ګام وبللی، چرته چې به نژدې ۴۵۰ میلینه خلکو ته وېکسین ورکړل کیږي.

په یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د نن نه د وېکسینو ورکولو دا کار په داسې وخت پېلیږي چې د کرونا وایرس یو بل خطرناک او په تیزۍ سره خوریدونکی قسم په نړۍ کې په خوریدو دی چې له سببه یې د صحت نړیوالې ادارې دا خبرداری هم ورکړی چې کرونا وبا به په نړۍ کې اخیرۍ وبا نه وي.

د صحت نړیوالې ادارې ډاېرېکټر جنرل ټېډروس ګېبریاسېس لخوا نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ په یو ویډیو پېغام کې دغه خبرداری ورکړل شوی.

په لومړي ځل د وبا لپاره د تیارۍ نیولو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پېغام کې ټېدروس ویلي، نړۍ دې د کویډ ۱۹ نه زده کړه وکړي او ٫٫ د انسانانو صحت او د ځناورو او بوټو ترمنځه نزدې اړیکو باندې دې کار وکړي.٬٬ نوموړي ویلي ٫٫ د ډیر وخت راهسې په نړۍ کې د بې غورۍ او ګډوډي لړۍ روانه ده، مونږ په یوه وبا پېسې لګوو او چې کله دغه ختمه شي، مونږ نه دغه هیر شي او د نورو لپاره بیا هیڅ نه کوو.٬٬

نوموړي ویلي، هر هیواد باېد د خلکو په خوندیتوب مصرف وکړي، چې د هر قسمه بیړني حالت مخه ونیول شي او د وړاندې نه معلوم شي.

د لندن سکول اف هاېجین اېنډ ټراپېکل مېډېسن ترمخه کرونا وبا نوی قسم د لومړي په مقابله کې د ۵۰ فیصده نه تر ۷۴ فیصده زیات په تیزۍ سره خوریږي، چې ورسره په کال ۲۰۲۱م کې د کال ۲۰۲۰ نه د زیاتو مرګونو او په هسپتالونو کې د ناروغانو د زیاتیدو ویرې خورې شوي دي.

د کرونا وایرس دې نوي قسم د خوریدو مخنوي په خاطر په امریکا کې چارواکو ویلي د ګل/دوشنبې د ورځې نه به د برتانیې نه امریکا ته راتلونکي هر یو تن لپاره لازمي وي چې د کرونا وایرس منفي ټسټ ورسره وي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG