لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امیر خان متقي: د يورپین یونین استازي به طالبانو سره ملاقات کوي


مولوي امیر خان متقي

د امریکې او طالبانو د نېغ په نېغه خبرو نه وروسته د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي د یورپین یونین نمایندګان به د طالب استازو سره د نهې، سه شنبې، په ورځ په قطر کې ملاقات کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د قطر سنېټر فار کانفلېکټ اېڼد هیومېنېټېرین سټډیز نومې ادارې یوې غونډې ته امیرخان متقي وویل د جرمني حکومتي چارواکو او د برطانيي د پارلېمنټ یو غړي هم د طالبانو سره لیدلي دي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، متقي په دوحه کې غونډې ته وویل "سبا مونږ د ايي یو نمایندګانو سره وینوو. مونږ د نورو ملکونو نمایندګانو سره هم مثبت ملاقاتونه لروو."

رپورټ وايي مولوي امیر خان متقي وویل دوی د ټولې دنیا سره "مثبت" او متوازن تعلقات غواړي. "مونږ ګڼوو چې دا ډول متوازن تعلق افغانستان د بې ثباتۍ ته بچ کولی شي."

د یورپین د استازو سره د متوقع خبرو نه وړاندې امریکايي مامورین د خالي، شنبې، او اتوار، يکشنبې، په ورځ په قطر کې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې کړي دي.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس په دوحه کې دا د امریکې او طالبانو لومړۍ نېغ په نېغه مذاکرات وو. ای اېف پي وايي امریکايي مامورینو دا خبره واضحه کړې ده چې د دغه ملاقات دا مطلب نه دی چې امریکې طالبان تسلیم کړل.

د ای اېف پي رپورټ وايي د افغانستان اقتصاد د بدحالۍ سره مخامخ دی، نړیوال امداد بند شوی دی او په افغانستان کې د خوراک قېمتونه او بې روزګاري مخ په زیاتېدو دي.

امریکې او نړیوالۍ ټولنې افغانانو سره د مرستو ژمنې کړي او وايي کوښښ به کوي چې دغه مرستې د طالبانو په لاس ورنشي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشت والي تشویش څرګند کړی او د انساني حقونو ادارې وايي ښکاري داسې چې د مېرمنو د حقونو په برخه کې ترلاسه شوی پرمختګ طالبان به ورور بېرته ختمول غواړي.

د ای اېف پي رپورټ وايي په داسې مهال چې طالبان په حکومت ګرفت مضبوطوي په افغانستان کې د داعش څانګې، داعش خراسان، هم حملې تندې کړي دي. د جمعې په ورځ داعش په کندز ولایت کې د جمعې په لمانځه د ځانمرګي حملې ذمه واري ومنله. مطبوعاتي رپورټونه وايي په جومات حمله کې د 60 نه زیات کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG