لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر زېلېنسکي: روسي ځواکونو سره د اوکراین د مېټر مېټر علاقې دپاره جګړه دوام لري


زېلېنسکي قام ته خپله وېنا کې وویل چې د روس اهدافو کې بدلون نه دی راغلی او د روس ځواکونه په مغربي علاقو لکه لېسېچېنک، بخمت او سلوینسک او په جنوب مغربي سيمې سېورودونېسک په لوري پرمختګ کوي
زېلېنسکي قام ته خپله وېنا کې وویل چې د روس اهدافو کې بدلون نه دی راغلی او د روس ځواکونه په مغربي علاقو لکه لېسېچېنک، بخمت او سلوینسک او په جنوب مغربي سيمې سېورودونېسک په لوري پرمختګ کوي

د اوکراېن صدر ولادوماېر زېلېنسکي وېلی دي ځواکونه یې د روس عسکرو سره په مشرقي ښار سېورودونېسک کې د هر مټر ځمکې په سر جګړه کې ښکېل دي.

صدر زېلېنسکي د نړیوالې ټولنې وغوښتل چې اوکراېن ته دې د مېزاېلو جدید نظام ورکړي.

زېلېنسکي قام ته خپله وېنا کې وویل چې د روس اهدافو کې بدلون نه دی راغلی او د روس ځواکونه په مغربي علاقو لکه لېسېچېنک، بخمت او سلوینسک او په جنوب مغربي سيمې سېورودونېسک په لوري پرمختګ کوي.

د دواړو خواو د مرګ ژوبلې پخلې کېدل ګران دي خو زېلېنسکي وېلی دي چې د جون په مېاشت کې د روس مرګ ژوبله د څلوېښتو زرو نه زیاته شوي ده.

هغه وویل چې د روس پوځ هڅې کوي چې په ډونباس کې رېزرو ځوواکونه ور ولېږي خو دغه ځواکونه د جنګ کمه تجربه لري او دا يې په پټه راجمع کړی دي. زېلېنسکي زیاته کړه چې د روس جرنېلان خپلو خلکو ته د توپو د خوراک په سترګه ګوري. او غواړي چې د پوځانو د شمار او د پوځي الاتو په کچه خپله برتري وساتي.

د زېلېنسکي مشاور مېخاېلو پودولېک وېلی دي چې د جنګ ختمولو د پاره دوي ته درنه وسله پکار ده. پودولېک وېلی دي چې د جون په پنځلسمه نېټه په برسلز کې د دفاع د وزیرانو د کنټېکټ ګروپ په نامه د ډلې غونډه کېدونکی ده او دوي انتظار کوي چې څه فېصله به کیږي.

د امرېکې د دفاع وزیر لاېډ اسټن د نېټو هېډکوارټر کې غونډه کول غواړي. د ډلې د تېرې مياشتې په ورچول یا د انټرنېټ د لارې غونډه کې د نېټو او د اروپاېي اتحاد د اووه څلوېښتو ملکونو استاذو برخه اخستې وه.

د برطانيې د دفاع وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ وېلی دي چې په ورستو ورځو کې د سېورودونېسک ګېرچاپېره توده جګړه روانه ده.

وزارت وېلی دي چې په سيند د واروړېدلو عمليات به د روس توان سرګند کړي. او په راتلونکو مياشتو کې به د جنګ یو اهم پرمختګ وي.

د روس ځواکونه په سیورودونېسک کې د کیمیکلو په هاغه پلانټ بمبارۍ کوي چرته چې اوکراېني ځواکونو او عامو خلکو پناه اخستی ده. خو د لوهانسک ګورنر وېلی دي چې دغه پلانټ وس هم د اوکراېن په قبضه کی دې.

روس د اووه نوي في صده لوهانسک د نیولو دعوې کوي. خو د سېورودونېسک صنعتي ښار نېول د ماسکو د پاره ډېر اهميت لري. په دې ښار کې د جنګ نه وړاندې تر یو لاک پورې خلک وسېدل. روس هڅې کوي چې مشرقي سيمه ډونباس ونيسي. لوهانسک او دونېسک صوبې د دې سيمې برخې دي.

روس په ۲۰۱۴ کې د اوکراېن کراېمين جزیره نما نيولی وه. او هم د دغه وخت راهسې د ډونباس په سيمه کې د کېف او د روس پلو بېلتون خوښو ترمنځه جګړه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG