لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپ په مشهور مسلمان عالم باندې جنسي تورونه لگول شوي دي


په طارق رمضان باندې هنده ایاري نومې میرمن الزام لگولی چې په کال ٢٠١٢ کې یې د هوټل په کوټه په هغې جنسي تېری کړی و. هم دغه رنگ الزام یوې بلې زنانه هم لگولی دی. د فرانس سرکاري وکیلانو ویلي د الزاماتو جاج اخلي
په طارق رمضان باندې هنده ایاري نومې میرمن الزام لگولی چې په کال ٢٠١٢ کې یې د هوټل په کوټه په هغې جنسي تېری کړی و. هم دغه رنگ الزام یوې بلې زنانه هم لگولی دی. د فرانس سرکاري وکیلانو ویلي د الزاماتو جاج اخلي

طارق رمضان د یورپ مشهور عالم دین او فقیه دی او دا وخت پرې گڼ شمیر ښځو د جنسي تېري الزامات لگولي دي او په نتېجه کې یې د یورپ د مسلمانانو ټولنه د پریشانۍ سره مخامخ شوي ده.

طارق رمضان د مصر د الاخوان المسلیمون نومې تنظیم باني حسن البنا لمسی دی او په سوېټزرلینډ کې زیږیدلی. هغه په عامه توگه د عربۍ پرځای په فرنچ ژبه کې خبرې کوي. د هغه په اړه ویل کیږي چې په یورپ کې یې د ځوان کول مسلمانانو لویه برخه په دې خبرې قانع کړي چې په سیکولر یورپ کې اسلام د یورپې اقدارو سره په ټکر کې نه دی.

تیره هفته په طارق رمضان دوو ښځو د جنسي تېري الزام ولگولو. د هغه خلاف دغه رنگ شکایتونه په سوېټزرلینډ کې هم شوي دي. د دغه شکایتونو ورسته هغه د برطانيي اکسفرډ یورنیورسټۍ ته د غیرحاضرۍ خواست ورکړو. هغه په یونیورسټۍ کې استاذ دی.

ښاغلی رمضان د هغه پرضد د لگول شویو الزاماتو تردید کوي.

ویل کیږی چې طارق رمضان یو متنازعه شخصیت دی. د هغه ناقدین وايي چې دوه مخې تبلیغات کوي او د اسلام سیاسي اړخ په شا کوي او په اتحاد کې د مذهب کردار زیات په ډاگه کوي.

د امریکې د پخواني صدر جارج بش په حکومت کې په طارق رمضان امریکې ته په راتگ پابندي لگول شوي وه چې بیا صدر براک اوباما بیا لرې کړه.

د طارق رمضان په اړه زیاتره بحث مباحثې په فرانس کې کیږي چرته چې شا او خوا پېنځه میلینه مسلمانان اباد دي او ویل کیږي چې په غربي یورپ کې د مسلمانانو تر ټولو لویه ټولنه ده.

د سږ کال د اپریل په میاشت کې د فرانس مامورینو د طارق رمضان مشر ورور هاني رمضان په دې وجه ملک بدر کړو چې د هغه موجودگي ولسي نظم ته خطر راولاړوي. په کال ٢٠٠٢ م کې د فرانس لامونډ ورځپاڼه کې د هغه دې مضمون سخت درعمل راپارولی و چې د سنگسارۍ د سزا حمایت یې کړی و. خپله طارق رمضان د سنگسارۍ د سزا غندنه کړې ده.

تیره هفته د فرانس لا فارگو ورځپاڼې په یو سرخط کې دا پوښتنه وکړه چې ایا طارق رمضان دوه مخې مباحثه کوي او که دوه مخې شخصیت هم لري؟ ورځپاڼې دا پوښتنه هم وکړه چې دا زړه راښکونکی حمله کونکی جنسي تېری کونکی هم دی؟

په طارق رمضان د جنسي تېري الزامات په داسې حال کې لگول شوي دي چې په نړي واله کچه هم دا مسله راپورته شوي ده. او د امریکې په یو مشهور فلم ساز باندې یو شمیر ښځو د جنسي زیاتي تورونه لگولي دي.

په طارق رمضان باندې هنده ایاري نومې میرمن الزام لگولی چې په کال ٢٠١٢ کې یې د هوټل په کوټه په هغې جنسي تېری کړی و. هم دغه رنگ الزام یوې بلې زنانه هم لگولی دی. د فرانس سرکاري وکیلانو ویلي د الزاماتو جاج اخلي.

د خبري رپورټونو ترمخه په سوېټزرلینډ کې څلورو ښځو ویلي دوي چې کله وړې وې نو ښاغلي رمضان وسره جنسي تعلقات برابر کړي وو. په دغه مهال هغه ددوی استاذ و. دریو ښځو ویلي په دغه تعلق کې ددوي رضا شامله نه وه. په بیلجیم کې هم یوې زنانه په طارق رمضان د جنسي تېري تور لگولی دی.

په فیس بک طارق رمضان په هغه لگول شوي الزامات رد کړې دي. هغه ویلي په انصاف یقین لري او دې الزاماتو هغه وار خطا کړی نه دی.

په فرانس کې میشته گڼ شمیر مسلمانانو په طارق رمضان د لگول شوو الزاماتو په اړه محتاط ردعمل ښودلی او ویلي یې دي چې د تحقیقاتو د مکمل کیدو انِتظآر به وباسي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG