لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپې عدالت پولینډ کې د سې ايي ايی د قیدخانې مقدمه شورو کړه


ابو ربیده کال ٢٠٠٢ کې پاکستان کې نیول شوی وو
ابو ربیده کال ٢٠٠٢ کې پاکستان کې نیول شوی وو
د یورپ د انساني حقوقو عدالت پولینډ کې د امریکې د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای د قیدخانې مقدمه شورو کړه چې او کتنه به کوي چې آیا پولینډ خفیه زندان کې د انساني حقوقو خلاف ورزیو نه سترگې خو نه اړولې کله چې سې ايي ای هلته د نیول شوو مشکوک ترهگرو نه تفتیش کولو.
د مقدمې اورونه د فرانس سټراسبرگ ښار کې القاعده سره د تعلق په الزام نیول شوو دواؤ کسانو په درخواست شورو شوه. د سعودي عرب سره تعلق لرونکی عبدالرحیم الناشیري او فلسطین کې زیږیدلې ابو زبیده دواړو ویلي کال ٢٠٠٢ کې د نیول کیدو ورسته د پولینډ یو خفیه بندي خانې ته راوړلی شول.
د دواړو کسانو وکیلانو ویلي دوي څو میاشتې په د پولینډ په قیدخانه کې ساتلی شوي وو او د تفتیش داسې طریقو سره مخ کړی شوي وو چې تشدد ته نزدې وې.
عبدالرحیم الناشیري او ابو زبیده چې په پاکستان کې نیول شوی وو، دواړه اوس گوانټانامو، کیوبا، کې بند دي.
د پولینډ حکومت د هیواد په خاوره د خفیه زندان د موجودگۍ خبره ردوي او د پولیش حکومت په دې هکله د تیرو پنځه ؤ کالو تحقیق تر دا وخت کومې نتیجې ته نه دی رسیدلی.
پولینډ ویلي یورپین کورټ اف هیومن رائټس دې د پولینډ د تحقیقاتو سره ته رسیدو نه وړاندې کاروائي نه کوي.
پولینډ د یورپ هغه گڼ شمیر هیوادونو کې شامل دی چې نور پورپي هیوادونه پې سې ايي ای ته د خپلو قیدخانو ورکولو الزام لگوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG