لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي پارلمان غوښتنه کړې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دې "جنسیتي اپارټایډ" په رسمیت وپېژندل شي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د طالبانو پر نوي اخلاقي قانون تر زیاتو نیوکو وروسته یورپي پارلمان په یو تازه قرارداد کې په افغانستان کې د "جنسیتي اپارټایډ" په رسمیت پېژندلو او پر طالبانو باندې د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

یورپي پارلمان پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي، د ستمبر پر 19مه یې درې قراردادونه منظور کړي چې پکې په افغانستان، بېلاروس او کیوبا د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښنه ښکاره شوې او پر هغو هېوادونو باندې نیوکه شوې چې له طالبانو سره اړیکې عادي کوي.

په دغه قرارداد کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوي قانون کې پر ښځو باندې د جنسیت پر بنسټ "ظالمانه محدودیتونه" غندل شوي او له یورپي هېوادونو غوښتنه شوې چې جنسیتي اپارټایډ ته ورته دا حالت د بشریت خلاف جرم وګڼي.

دغه قرارداد ته 565 غړیو مثبتې او اتو مخالفې رایې ورکړې او 43 غړیو له رایو ورکولو ډډه کړې ده، چې پکې د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې د امر بالمعروف قانون دې منسوخ کړي او د ښځو او ماشومانو د حقونو اړوند نړیوالو کنونشنونو ته دې درناوی ولري.

په قرارداد کې یورپي هېوادونه هڅول شوي دي چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

په دغه قرارداد کې د یورپي اتحاد له غړو هېوادونو غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په چوکاټ کې د داسې یوې تګلارې ملاتړ اعلان کړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو په خلاف ثبوتونه ومومي او تورن کسان د جرمونو نړیوال عدالت ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» مشرې روزا اوتنبایوا د ستمبر پر 18مه د امنیت شورا غونډې ته وویل، نړۍ د طالبانو له حکومت سره د اړیکو جو ړولو هڅه کوي، خو د طالبانو د حکومت پرېکړې او په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون عملي کول د "واقعي اړیکو" په اړه منفي پیغام لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سیما سامي سکندر بحوث هم د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته وویل د طالبانو نوی اخلاقي قانون نه یواځې ښځې له سړیو بېلوي بلکې ښځې له ښځو هم په ټولنه کې جلا کوي، وایي د دې قانون ډېره برخه مخکې لا واکمنو چارواکو په پخوانیو فرمانونو کې موجوده وه خو دا قانون نوې خرابۍ معرفي کوي.

په افغانستان کې د امر بالمعروف پر نوي قانون باندې د پراخو نړیوالو نیوکو سره سره طالبان ټینګار کوي چې دغه قانون د ښځو حقونه تر پښو نه لاندې کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې ښځې ددغه قانون په عملي کېدو سره له کومو ستونځو سره نه دي مخامخ شوې. متقي وویل:

"د امربالمعروف قوانین چې ملګري ملتونه او یوناما یې پرله پسې پورته پورته کوي مونږ او تاسو عملا وینو چې د افغانستان خلک او زمونږ خویندې په کابل او په نورو ولایتونو کې له کومې جدي ستونځې سره نه دي مخ شوي".

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د جولاې پر 31 ددغه قانون له منظورۍ وروسته دا قانون د عدلیې وزارت د اګست په 21 په رسمي توګه خپور کړی او په ټول افغانستان کې پرې عمل پیل شوی دی.

دا قانون چې څلور فصلونه او 35 مادې لري په 13 ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت یا ممنوع بلل شوي دي او د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم په دې ماده کې ضروري ګڼل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG