لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فېسبوک مشر د بلې کمپنۍ سره د خلکو ذاتي معلومات د شریکولو په سر بخښنه غوښتي


مارک زکربرگ د گل، دوشنبې، په ورځ د کانگرس په ودانۍ کې

د فېسبوک کمپنې مشر مارک زکر برګ په دې خبره بخښنه غوښتي د فېسبوک استعمالونکو ملینونو خلکو ذاتي معلومات یې د یوې بلې کمپنۍ سره شریک کړي وو.

مارک زکر برګ د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د سنېټ غړو ته په دې اړه سپیناوی هم کونکی دی. د سنېټ په دغه ډله کې د عدالتي او د کامرس یا د مالي چارو د کمېټو غړي شامل دي.

د شورو، چارشنبې، په ورځ به ښاغلی زکربرگ د کانگرس د لاندني یا د ایوان نمایندگانو غړو ته هم وینا کوي.

د سینټ د عدليي چارو کمیټۍ مشر چک ګراسلي ویلي خلک د دې خبرې نه د خبریدو حق لري چې د دوي معلومات د چا سره شریک کړی شوي او دغه معلومات څومره محفوظ دي. ښاغلي ګراسلي غواړي چې د زکر برګ نه ځان پوهه کړي چې دوی نوي ټیکنالوجې او ددې خوندې ساتلو دپاره کومې لارې خپلولی شي.

ښاغلې زکر برګ دګل په ورځ واشنګټن کې په شخصي توګه د یو شمیر نمائندګانو سره ولیدل او ورسته یې په لیکل شوي بیان کې وویل د سوشل میډیا له پکار دي چې خپل ډیټا یا معلومات نور هم خوندي کړي او خپلو فعالینو معلومات غلط لاسونو نه محفوظ وساتي.

.نوموړی وویل دوی د خلکو معلومات د خوندي ساتلو زمه واري پوره نکړی شوه او دغه لویه غلطي وه. هغه زکر برگ وویل د فېسبوک استعمالونکو معلومات د بلې کمپنۍ سره شریکول د هغه غلطي وه او بخښنه پرې غواړي.

مارک زکر برګ په داسې حال کې د سپیناوي لپاره کانگرس ته غوښتل شوی دی چې تیره میاشت داسې خبرونه مخې ته راغلل وو د برتانیه د ووټرانو یوې څیړنیزې ادارې کیمبرج انیلټکا د دفېسبوک د میلنونو استعمالونکو معلومات استعمال کړي. دغه کمپنۍ د کال 2016م د امریکې د صدراتي انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ د کمپائن برخه وه.

د کال 2016م نه وړاندې فېسبوک د غه برتانیې څیړنیز ادارې، کیمبرج انلیټکا، ته د یو اپلیکشن جوړولو اجازت ورکړی وو، چې پکې د د وه لکو نه زیات خلکو ذاتي معلومات دغلته شریک کړی شوي وو. او دغه شمیر ورځ ته ورځه زیاتیده ځکه چې د غه اپلیکشن انسټالو ورسته دهغه تن فېسبوکي ملګرو معلومات هم دوي راغونډول.

کیمبرج انلیټکا کمپنې وايي د وخت 2 اشاریه 2 بلینه خلک فېسبوک استعماله وي چې پکې د 30 ملینونو خلکو معلومات دغه څيړنیزې کمپنې سره دي.

د امریکا کانګرس غړي وايي دوي غواړي چې د سوشل میډیا کمپنو مشران کوټلي ګامونه واخلي نه چې صرف معافی اوغواړي.

د ډيموکريټک ګوند سره تعلق لرونکې سینټر بل نیلسن کوم چې د سنیټ د کامرس کميټې غړی هم دې د ګل په ورځ د مارک زیوکر برګ سره لیدل کتلو ورسته خبریالانو ته ویلي که مونږ د سوشل میډیا معلوماتو غلط استعمال مخه و نه نیوله نو بیا به هیڅ څوک هم خپل ذاتي معلومات خوندي نشي ساتلې.

فېسبوک وايی هغه ملینونو خلکو ته به خبرادری ورکوو د چا معلومات چې د دغه څیړنیزې ادارې سره شریک کړی شوي دي. دغه کسانو کې زیاتره شمیره دامریکایانو ده.

دسوشل میډیا دغه لویه کمپنې خلکو ته دغه اختیار هم ورکوي چې دوي خپل معلومات د دریم ګړی کمپنې سره د شریک کولو نه خوندي اوساتي.

د تیر څو کلونو نه د کانګرس غړي هڅه کوي، چې د انټرنیټ په اړه قانون کې بدلون روالي او څیړونکې وايي د فېسبوک معلومات ددریم ګړی کمپنې لاسو ته د ورتلو او دامریکايي صدراتي انتخاباتو کې د روس لاس وهنې نه پس وس به انټرنیټ قانون کې بدلون یقیني خبره ده.

XS
SM
MD
LG