لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرزانه خلجي: حکومت د وکیلانو ته تحفظ ورکړي


Pakistan
Pakistan

د ګل په ورځ د کویټې په سِول روغتون کې ترسره شوي ځانمرګي برید وروستو په ګرد پاکستان کې وکیلانو سخت غبرګون ښودلی او نن هم په ګنړو ښارونو کې وکیلانو کار بندیز کړی وو.

فرزانه خلجي یوه وکیله ده او د کويټه په دغه خونړي برید کې دوه ښځې وکیلانې ، یو شمیر مشران وکیلان او د کار ګنړ ملګري بیللي. د ډیوه ریډیو میرمنو غږ خپرونه کې د برخه اخستو په محال ویلي د کوېټې دا بده پیښه به د چا هم هیر نه شي.

د سِول روغتون په ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ شمېره ۷۳ ته رسېدلې او د ۱۱۰ نه زیات پکې ژوبل شوي او په هغو کې هم زیاته شمېره د وکیلانو ده او د چارواکو په وینا په دوې کې د ځینو روغتیايي حالت مرګونی دی .

د وکیلانو د شمېرې ترمخه برید کې د ۵۰ نه زيات وکيلان وژل شوي دي او څيړونکي وايي دا په يو ځاې په دومره ګڼ شمير کې د وکيلانو وژل کيدو اولنۍ پيښه ده، او د دې له امله به د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبې اولس ته په انصاف ترلاسه کېدو کې ستونزې لا نورې سېوا شي .

د میرمن فرزانه خلجي خبری په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:41 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG