لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سنېټر هدایت الله خان: د فاټا په سلگونو سکولونه د استازانو په انتظار ویجاړ پراته دي


د پاکستان په قبایلي سیمو کې په سلگونو سکولونه د تېرو څو کلونو راهسې د استازانو په انتظار وېجاړ پراته دي. دا خبره د باجوړ سره تعلق لرونکي سنېټر هدایت الله خان کړې ده.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د وي او ای ډیوه د روانو چارو پروگرام هېلو وي او ای کې په فاټا کې د ترقیاتي کارونو په اړه خبرو کې سنېټر هدایت الله خان وویل په ټوله فاټا کې دا وخت د ٦٥٠ سکولونو ودانۍ تیارې ولاړې دي خو د استازانو د نشتوالي له امله دغه سکولونه وېجاړ پراته دي.

سنېټر هدایت الله خان وویل د سکولونو په رنگ په فاټا کې یو شمیر نوي جوړ شوي هسپتالونه هم د تېرو څو کلونو راهسې غېر اباد پراته دي.

سنېټر هدایت الله خان وویل د فاټا د سکولونو او د هسپتالونو د وېجاړتیا یوه وجه د زرگونو په شمیره کې هغه خالي څوکۍ دي چې د صحت او د تعلیم په محکمو کې خالي پرتې دیي، یعني د تعلیم په محکمه کې استازان او د صحت په محکمه کې طبې عمله نه ده گمارل شوي.

هغه وویل یوازې د هغه په پلرنۍ سیمه باجوړ کې داسې سکولونه هم شته چې د یو استاز په سر ٣٠٠ شاگردان هم لري.

د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبایلي سیمې د تندروۍ او د وسلوالو خلاف د پوځي عملیاتو دپاره سختې ځپل شوې دي، په لکونو خلک په کورونو پریښودو مجبور شوي او سیمه کې وسله والو گڼ شمیر سکولونه په بمونو تباه کړې دي.

د پاکستان د نورو برخو برعکس، د فاټا د تعلیم شرح ډیره ټیټه ده. د پاکستان په ډېلي ټایمز ورځپاڼه کې تیرکال لیکوال سلمان علي د حکومتي شمارشمېرو په حواله لیکلي په فاټا کې ۴۴ فیصد داسې ماشومان شته چې هیڅ کله هم په سکول کې نه دي داخل کړی شوي.

XS
SM
MD
LG