لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ قبایلي سیمه فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو قانون منظور کړو


د خیبر پښتونخوا سپیکر اسد قیصر وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ویلي دي اسمبلۍ تجویز شوی قانون په درې کې دوه برخې اکثریت سره منظور کړی، چې په حق کې يې ۹۲ غړو او په مخالفت کې يې ۷ غړو راې ورکړې.

نوموړي دا د ټولو سیاسي ګوندونو په شریکه ګټه بللې او ویلي یې دي چې ټولو ګوندونو فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو لپاره خپل کردار لوبولی دی. هغه د قانون په منظورولو باندې د ټولو سیاسي ګوندونو مننه کړې ده.

د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې زياتره ګوندونه د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدلو په حق کې وو. يواځې جمعيت علمااسلام ف ډلې ددغه قانون مخالفت کړی او نن يې د صوبايي اسمبلې مخې ته د بل پرضد احتجاج کړی.

د صوباي اسمبلۍ نه د دغه قانون منظوریدو وروستو به د مرکز د انتظام لاندې اووه قبایلي ایجنسۍ او د صوبې د انتظام لاندې شپږ سرحدي سیمې په خیبرپښتونخوا کې ورګډې کړی شي او قبایلي اولس به د ۳۱تم آییني بدلونو لاندې د خیبرپوښتونخوا په اسمبلۍ کې نمایندګي ترلاسه کړي.

د خیبرپښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک د اسمبلۍ غونډې ته د وینا په وخت د قانون مخالفت کوونکو باندې غږ وکړو چې د هغه خلکو سره یوځای شي چا چې فاټا په خیبرپښتونخوا کې د ورګډولو مرسته کړې. نوموړیي ویلي په قبایلي سیمو کې به روان کال بلدیاتي انتخابات کولی شي او دا چې عمومي ټاکنې به راتلونکي کال کولی شي.

پرویز خټک وویل د صوبي د انتظام لاندې پاټا کې به د شریعه نظام عدل ریګولیشنز کې دا وخت کوم بدلون نه کوي.

پاټا هغه علاقې دي چې د اویایم په لسيزه کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شامل شوي دي.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو دپاره د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ او د جمعې په ورځ بيا سېنېټ د دغه قانوني مسودې منظوري ورکړې وه.

د قامي اسمبلۍ او سېنېټ نه وروستو دا قانوني مسوده د منظورۍ دپاره د اييني تقاضې لاندې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې شوې وه.

د ايين د ارټيکل ۲۳۹م (۴) لاندې صدر نه شي کولی چې د اړونده صوبې څخه د قانوني مسودې د منظورۍ پرته دا لاسليک کړي ځکه چې کله د صوبې جغرافيه بدليږي دغه قانوني مسوده به د صوبايي اسمبلۍ څخه په درېو کې په دوه برخو منظورېدو ته اړتيا لري.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د اييني بدلون سره به فاټا د خېبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځي خو د دغه سیمې د قامي اسمبلۍ ۱۲ او د سینیټ اته چوکۍ به د راتلونکو پينځه کالو دپاره په خپل ځایې پاتې وي. او له هغې وروستو به نوې حلقه بندۍ کيږي.

راتلونکي کال کې به د قبایلي سیمو دپاره صوبایي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ وي او په قبايلي سیمو کې به سمدستي د صوبې قوانین په ځای کیږي.

د اېن ایف سي ایوارډ د لاندې به فاټا ته د۲۴ اربو روپو ترڅنګ ۱۰۰ اربه روپۍ اضافي هم ورکړل کیږي او دلسو کالو دپاره به ورته د۱۰۰۰ اربو روپو ځانګړې پنګه هم ورکول کیږي چې دغه پنګې به یوازې په قبایلي سیمو مصرفیږي.

د ايیني بدلون له مخې به د سپریم کورټ او پیښور هائیکورټ د واک لمنه قبایلي سیمو ته غځولی ، نیمې قبايلي سیمې به ختمولی او فاټا کې به تر پینځوؤ کالو له خلکو ټیکسونه نه اخستل کیږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG