لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد احتجاج: د قبایلي سیمو ځوانان وایي په پاکستان کې یې ژوند خوندي نه دی


له نقیب الله مسید وروسته د پاکستان په کراچې ښار کې د قبایلي سیمې د یو بل زلمي احمد شاه د وژنې په ضد په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره شوې ده او په احتجاج کې شریکو قبایلي ځوانانو ویلي دي، چې د پښتنو ځوانانو وروستیو غیرعدالتي وژنو ته په پام سره په پاکستان کې یو ځای هم ځانونه خوندي نه ګڼي.

د قبايلي سیمو د زده کوونکو د بېلابېلو سازمانونو له خوا د اسلام اباد پریس کلب مخې ته شوې په دغه مظاهره کې ګډون کوونکو د حکومت او ریاستي ادارو په ضد شعارونه پورته کول.

غونډې ته وینا کوونکو تور ولګاوه چې د نقیب الله مسید د وژنې نه پس د احمد شاه مرګ په ډاګه کوي چې حکومتي ادارې پښتنو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلې دي.

دا احتجاج دا په داسې مهال کېږي چې د نقیب مسید د وژنې او په قبایلي سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو په ضد په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته له حکومت سره تر یوې لوظنامې وروسته خپره شوې ده.

د دغې لوظنامې له مخې مرکزي حکومت ژمنه کړې، چې د نقیب مسید په وژنه کې تورن کسان به نیسي او عدالت ته به یې وړاندې کوي او هغه ټولې ستونځې به هواروي، چې قبایلي سیمو خلک ورسره مخامخ دي.

د نننۍ مظاهرې یوه مشر او د قبایلي سیمو د ځوانانو د سازمان مرستیال مشر عنایت سالارزي وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې له بده مرغه دوی نن په اسلام اباد کې د یو بل قبایلي زلمي احمد شاه د وژنې ویر کوي.

د احمد شاه یو نیژدې خپل سید رووف له ډېوه سره په خبرو کې د پاکستان له وزیراعظم، د پوځ له مشر او د ستر عدالت له مشر قاضي د احمد شاه په وژنه د تورنو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

په اسلام اباد کې مېشت د قبایلي سیمې یو زده کوونکی فرهاد وايي، چې د نقیب الله او احمد شاه له وژنو پس د قبایلي سیمو زده کوونکي په پاکستان کې یو ځای هم ځانونه خوندي نه ګني او په اسلام اباد کې هم تل په ویره کې وي.

د باجوړ اېجنسۍ وژل شوي ځوان احمد شاه په کراچۍ پوهنتون کې لوړې زدکړې کولې، چې څو ورځې وړاندې ناڅرګندو کسانو تښتولی وو او بیا یې مړی د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې موندل شوی وو، چې زیات تشدد ورباندې شوی وو.

په سیند ایالت کې د واکمن پیبلز ګوند مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د احمد شاه د وژنې نوټس اخیستی او صوبایي حکومت ته یې د تورنو کسانو د نیولو امر کړی دی، خو پر پېپلز ګوند تور لګېږي، چې د نقیب مسید په وژنه د تورن پولیس افسر راو انوار ملاتړ کوي او اصف زرداري څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې "راو انوار یو زړور زوی دی".

XS
SM
MD
LG