لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایل په تیرو څلورو کالو کې ترهګرۍ تر ټولو زیات ځپلي: سېفران وزارت


د پاکستان د ریاستونو او سرحداتو وزارت یا سېفران د پاکستان سېنټ ته ویلي، په تیرو څلورو کالو کې د پاکستان قبایلي سېمې د ترهګرۍ په پېښو کې تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوي. د وزارت تر مخه په دغه موده کې یواځې په قبایلی سیمو کې شوي ځان وژونکي بریدونو کې ۳۹۰۴ کسان وژل شوي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د یو خبر تر مخه د سېنټ غړي احمد حسن خان د سېفران وزارت نه غوښتلي وو چې په تیرو څلورو کلونو کې په قبایلي سېمو کې په ترهګرۍ کې د وژل شوو خلکو شمیره او دغلته شوي امدادي کارونو تفصیل دې وړاندې کړي.

د دغې په ځواب کې سېنټ ته ویل شوي چې په ټول هیواد کې قبایل په تیرو څلورو کالو کې د ترهګرۍ د لاسه تر ټولو زیات ځپلی شوي. د سېفران وزارت تر مخه په قبایلي سیمو کې یواځې په ځان وژونکي بریدونو کې ۳۹۰۴کسان وژل شوي.

په قبایلي سیمو کې د وژل شوو قبایلو تر ټولو زیاته شمیره بیا د کرمې قبایلي ایجنسۍ ده، د څلورو کالو په دغه موده کې په دغه سیمه کې ۱۸۴۵ قبایلو خپل ژوند د لاسه ورکړی. هم دغه شان بیا په خیبر ایجنسۍ کې ۱۰۵۵، په باجوړ اېجنسۍ کې ۳۳۷ او په اورکزۍ اېجنسۍ کې ۱۳۰ قبایلو خپل ژوند د لاسه ورکړی.

د سېفران وزارت لخوا سېنټ ته ویل شوي په کال ۲۰۱۳،۱۴ کې په قبایلي سېمو کې ۷۰۹ تنه وژل شوي او ۱۱۴۴ ژوبل شوي وو. دغه شمیره په کال ۲۰۱۴،۱۵م کې بیا سېوا شوې وه او په دغه موده کې ۱۰۹۴ قبایل په ترهګر بریدونو کې وژل شوي وو. په راروانو دوو کلونو کې دغه شمیره هم دغه شان سېوا وه.

په قبایلي سیمو کې د ترقیاتي فنډونو په اړه د سېنټر احمد حسن لخوا د پوښتنې په ځواب کې د سېفران وزارت ویلي د ترهګرۍ په پېښو کې اغیزمنو قبایلو کې یو نیم میلینه روپۍ تقسیم شوي.

د وزارت تر مخه په دغه موده کې د شمالي او جنوبي وزیرستان، اورکزۍ، کرمه او خیبر اېجنسۍ کې د تباه شوي کورونو او ودانیو د بیا ودانۍ لپاره دولس نیم بېلینه روپۍ ورکړل شوي، چې په دغو کې یواځې لس نیم بیلینه وېشل شوي او نورې لا د وېشلو نه پاتې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG