لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان ته د پېسو راوړلو د بخښنې اعلان ترهګرو ته ګټې رسولی شي: نړیواله اداره


د پاکستان مخالفه سیاسي ګوندونو د نیوکو وروسته نړیوالې ادارې فاېننشل اېکشن ټاسک فورس هم د پاکستان وزیراعظم لخوا د بهر هیوادونو نه پاکستان ته پېسو راوړلو لپاره د کمو ټېکسونو، او د بخښنې اعلان یا سکیم باندې اندېښنې څرګند کړي.

ادارې خبرداري ورکړی د دغې سکیم سره د ترهګرۍ او ترهګرو ته ورکړی کیدونکي مالي مرستو پرضد نړیوالې جګړې باندې بد اثرات پریوتی شي.

د پاکستان د خزانۍ وزارتځېنو چارواکو د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپریس ټریبیون ته ویلي فاېننشل اېکشن ټاسک فورس یا (اېف ای ټي ایف) نومې ادارې په یو خط کې د پاکستان وزیراعظم لخوا اعلان شوي دغه سکیم باندې اندېښنې ښودلي.

د دغې خط ترمخه د پاکستان وزیراعظم د دغه اعلان وړاندې د نړیوالې ادارې نه باقاعده اجازه نه ده اخستې او زیاتوي په دغه سکیم کې د حکومت لخوا یو شمیرکوتاهۍ یا خامیانې موجودې دي.

یادې ادارې د روان کال فرورۍ په میاشت کې په یوه فیصله کې د پاکستان حکومت له د جون میاشت پورې وخت ورکړی وو چې د ترهګرو مالي مرستو کونکو هیوادونو د نوملړ نه ځان ویستلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان وزیراعظم د خزانې سلاکار مفتاح اسماعیل اېکسپرېس ټریبیون ته پخلی کړی چې اېف ای ټي اېف د پاکستان لخوا اعلان شوي د بخښنې پروګرام باندې اندېښنې لري.

ښاغلي مفتاح اسماعیل اخبار ته ویلي ٫٫ دغه د اندېښنې خبره نه ده، ځکه دغه اعلان شوي سکیم د نړیوال معیار او په غیر قانوني توګه د پېسو لیږلو یا مني لانډرنګ مخ نیوي د نړیوال معیار سره سم دی.٬٬

د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو ځل لپاره د بخښنې سکیم اعلان کړی چې ترمخه يې ملکي خلکو ته اجازت ورکړل شوې چې حکومت ته په دوه فیصده ټیکس (جرمانه) ورکولو سره د بهرملکونو په بینکونو کې ایښودې خپلې پیسې بیرته پاکستان ته راوړي.

د پاکستان د څېړنې یو کاروباري ادارې ای- اېف فرګوسن اېنډ کو د شمېرو ترمخه پاکستانیان په بهر ملکونو کې ۱۵۰ ارب ډالره اثاثي لري کومې چې د پاکستان د حکومت د ریکارډ کاغذونو نه پټې دي ځکه چې د ښکاره کولو په صورت کې به په دغه اثاثو باندې ددې مالکان حکومت ته ټیکس ورکوي.

د ادارې د شمېرې ترمخه په دغه اثاثو کې ۸۰ ارب ډالره په جایدادونو او بینکونو او ۲۰ ارب ډالره د بهر ملکونو په سټاک مارکیټونو کې او ۵۰ ارب ډالره په سامان جوړوونکو کمپنو او کارخانو کې لګولی شوي.

په فرانس کې دفتر لرونکې فاېننشل اېکشن ټاسک فورس نومې نړیواله اداره په غیر قانوني توګه د پېسو لیږلو یا مني لانډرنګ او ترهګرو ته د مالي مرستو د مخ نیوي نړیواله اداره ده.

په کال ۱۹۸۹م کې جوړه اداره اېف ای ټي اېف نړيوال مالياتي نظام د ترهګرۍ، تور پېسو سپينولو ترڅنګ د نورو خطرو څخه بچ ساتي او د دې دپاره ګامونه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG