لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېف ای ټي اېف د پاکستان نوم په خړ فهرست کې د ساتلو فېصله وکړه


د اېف ای ټي اېف د غوڼدې وروسته د انټرنېټ دلارې خبري غوڼدې ته د خبرو په وخت مارکس پلییر وویل د ادارې په ۲۷ سپارښتنو کې پاکستان په ۲۶ سپارښتنو عمل کړی دی خو ترهګرو ته ورکړی کېدونکو سزاګانو او د قانوني ګامونو په لړ کې پاکستان نور کار ته اړتیا لري

په نړیواله کچه د وسله والو د مالي سرچینو مخنیوي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف، د پېرس په غونډه کې د پاکستان نوم په خړ فهرست کې د ساتلو فېصله کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې ترهګرو ته د سزا ورکولو او وسله والو خلاف د قانوني اقداماتو په لړ کې نور کار وکړي.

د وي او ای اردو څانګې ترمخه د پاکستان په اړه فېصله د اېف ای ټي اېف صدر مارکس پلیر د تنظیم د پنځو ورځو د غونډې د ختمېدو ورسته د جمعې په ورځ په پېرس کې اعلان کړه.

د پېرس په غونډه کې پاکستان ته ورکړی شویو د ۲۷ نقطو په تګلاره غور وشو. د پاکستان د مالیاتي او قانون عملي کوونکو ادارو چارواکو د وډیو لنک دلارې د اېف ای ټي اېف په غونډه کې شرکت وکړو او د اېف ای ټي اېف په سپارښتنو یې د پاکستان د ګامونو په اړه غونډې سره معلومات شریک کړل.

د اېف ای ټي اېف د غوڼدې وروسته د انټرنېټ دلارې خبري غوڼدې ته د خبرو په وخت مارکس پلییر وویل د ادارې په ۲۷ سپارښتنو کې پاکستان په ۲۶ سپارښتنو عمل کړی دی خو ترهګرو ته ورکړی کېدونکو سزاګانو او د قانوني ګامونو په لړ کې پاکستان نور کار ته اړتیا لري.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د اېف ای ټي اېف صدر په قانوني نظام کې د بهترۍ دپاره د پاکستان د ګامونو ستاینه وکړه خو ویې وېل خو د دې باوجود پاکستان د ادارې په معیار لا نه دی پوره.

د پاکستان نوم د کال ۲۰۱۸ راهسې د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې شامل دی او سږ کل اسلام اباد کې د څیړنې ادارې تبادلب ویلې وو چې درې وارې د ایف ای ټي ایف په خړ لست کې د پاتې کیدو له سببه پاکستان د ۳۸ بیلینه ډالر اقتصادې زیان رسیدلی دی.

د اوږدې مودې پورې د پاکستان نوم په خړ فهرست کې د ساتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مارکس پلیر وویل د ادارې اصول واضحه دي او په دې عمل نه کوونکي ملکونه په پابندیو کې ساتل کېږي. هغه زیاته کړه د خړفهرست نه د وتلو دپاره به پاکستان نورو اقداماتو ته ضرورت لري.

د اېف ای ټي اېف د فېصلې نه وړاندې دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو هېواد یې د اېف ای ټي اېف سپارښتنې کړي، او په داسې حالت کې هیڅ سبب نشته چې پاکستان په خړ لسټ کې وساتل شي-

د ریډیو پاکستان د رپورټ ترمخه شاه محمود قریشي یو بیان کې وویل د اېف ای ټي اېف په ۲۷ ټکو کې په شپږویشتو کار مکمل کړی او په ۲۷م ټکې په جزوي ډول کار سر ته رسول شوی دی.

ښاغلې قریشي ویلي پاکستان د پیسو د غیر قانونې لین دین او ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي لپاره سخت ګامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG