لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مولانا: حکومت دې د ايف سي ځواک واکونه کم کړي


اتلسم ترميم په پاکستان کې صوبو ته په روغتيا، تعليم او ځينو نورو برخو کې د پېسو لګولو ډېر واک ورکړی دی. همداراز صوبې کولی شي د مرکزي حکومت له خوښې بغېر ځيني پالیسيانې جوړې او عملي کړي.

وزيراعظم عمران خان د جون پر ۱۷مه په کراچۍ کې خبريالانو ته ويلي وو چې په دې ترميم کې ځينې داسې برخې شته چې ختمول یې پکار دي. د هغه په وېنا دا ترميم د ملک د ټول صورتحال په نظر کې نيولو سره نه بلکې په بيړه شوی دی.

په دې ګڼ ګونديزه غونډه کې د جميعت علمای اسلام (ف) سربیره د بلوچستان نيشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د بلوچستان ځينې نورو اپوزيشن ګوندونو غړيو ګډون کړی وو. خبري غونډې ته د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اخترمينګل وويل مرکزي حکومت بلوچستان ته خپل حقونه نه ورکوي‌نو ځکه یې له اتحاده ووت..))

اختر مینګل د جون پر۱۷ قامي اسمبلۍ کې د وېنا په وخت ويلي وو چې د ۲۰۱۸م کال په اګست مياشت کې په مرکز کې د تحريک انصاف سره له اتحاد کولو وړاندې د لادرکه کسانو موندل او په قامي اېکشن پلان عمل کولو نه علاوه، د صحت، تعليم، اوبو مسلې حل کول، خلکو لپاره د روزګار موقعې برابرول او دا شان ځينې نورې غوښتنې يې پر وړاندې ايښودې وي خو ۲ کاله تيريدو باوجود حکومت يې يوه غوښتنه هم پوره نه کړه نوځکه ترې بيليږي.

نوموړي په خبري غونډه کې صوبو ته د ترقياتي کارونو لپاره ورکول کېدونکو پېسو، يا اين ايف سي ايوارډ ذکر وکړ او وې ويل چې د حکومت له خوا په دې اړه جوړ کميشن کې بدلون غیر اييني دی. حکومت دا ځل په دې کمېشن کې د وزیراعظم عمران خان يو سلاکار وراضافه کړی چې اپوریشن ګوندونه یې د قانون خلاف کار بولي.

د دې ايوارډ په هکله وزيراعظم عمران د جون په ۱۷مه په کراچۍ کې خبريالانو ته ويلي وو چې په دې ايوارډ‌ کې موجودې نيمګړتياوې بايد ليري شي. هغه پوښتنه کړې وه چې دا څنګه سيسټم دی چې وفاق صوبو ته پېسې ورکوي او پخپله ۷۰۰ اربه روپۍ په خساره کې پاتې شي؟

د پاکستان خزانې وزارت پر خپل ويب سايټ ‌ليکي چې اين ايف سي ايوارډ هغه پېسې دي چې د پاکستان وفاقي حکومت یې له ترلاسه کولو ټيکسونو او نور امدن څخه بېلوي او بيا پکې د صوبو او وفاق برخه ټاکي.

دا کار د صوبو د وګړو د شمېر يا نفوس مطابق د هغوی غربت او د امدن کچې ته په کتو سره کېږي.

په تاريخي لحاظ قامي دا پېسې د صوبو په ترقیاتي‌کارونو لګول کېدلې خو د تحريک انصاف حکومت له خوا د مې په دولسمه شوي يو نوټيفيکېشن ترمخه، شوی بدلون ښيي چې تر دې وروسته به د اين ايف سي ايوارډ څخه امنيتي ادارو او قدرتي افتونو د نظم لپاره هم پېسې ورکول کېږي.

رپورټ د مشال ریډیو په مننه

XS
SM
MD
LG