لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو د مولانا فضل الله د وژلو ادعا کوي


افغان ځواکونو د مولانا فضل الله د وژلو ادعا کوي
افغان ځواکونو د مولانا فضل الله د وژلو ادعا کوي

افغان ځواکونه وایي د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله یې نورستان صوبه کې وژلې خو افغان چارواکو او خپلواکه سرچینو تراوسه د رپوټ پخلی کړی نه دی.

افغان ځواکونه وایي د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله یې نورستان صوبه کې وژلې خو افغان چارواکو او خپلواکه سرچینو تراوسه د رپوټ پخلی کړی نه دی.
د ختيځ سيمو لپاره دافغانستان دسرحدي پوليسو مشر محمد زمان ماموزۍ دزيارت په ورځ ادعا کړې ده چې دپاکستان دسوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله دپاکستان دپولې سره نزدې دافغانستان په نورستان ولايت کې سره د شپږو ملگرو امنيتي ځواکونو سره ديوې نښتې په مهال وژل شوى دى.
دافغانستان دنورستان په برگ مټال اولسوالۍ کې دتيرو څو ورځو راهسې دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ سختې نښتې روانې وې او تيره ورځ دافغانستان دکورنيو چارو وزارت په دغو نښتو کې د اوؤ طالبانو او دريوؤ پوځيانو دوژل کيدو خبر ورکړى ؤ.
ښاغلي ماموزي خبري اداري رائټر سره دخبرو په مهال وئيلي دي ورته داسې راپورونه ترلاسه شوي دي چې مولانا فضل الله تيره شپه دپاکستان دپولې ترڅنگ دافغانستان دنورستان ولايت په غرييزه سيمه برگي مټال اولسوالۍ کې دافغانستان دسرحدي پوليسو سره نيغ په نيغه نښته کې هغه مهال وژل شوى دى چې ددغه سيمې څخه يې په جگړه کې دوژل شوؤ طالبانو مړي دځان سره وړل.
هغه وويل اوس مهال مونږ دفضل الله دوژنې دراپورونو پلټنه کوؤ چې ايا دغه راپورونه سم دي او که نه؟
نوموړي وويل دوژل شوؤ طالبانو مړي پوليسو پخپله ولکه کې اخستي ، مونږ پلټنه کوؤ چې ايا په دغو وژل شوؤ 7ؤ طالبانو کې مولانا فضل الله هم شامل دى که نه؟
نوموړي په دغه هکله نور تفصيلات نۀ دي ورکړي ،
د نورستان والي جمال الدين هم خبريالانوته ويلي دي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اولسوالۍ له لوېديځ لوري څخه سخت بريد کړى و.
هغه زياته کړه د پوليسو له خوا دغه بريد په شا وتمبول شو اوطالبانوته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده .
ښاغلي بدر وويل دوى هم د مولانا فضل الله د وژل کېدو په اړه ناتاييد شوي راپورونه ترلاسه کړي دي .
افغاني طالبانو په نورستان کې دپوليسو سره دشوې دغه نښتې پخلى کړى خو په جگړه کې دکوم بهرني جنگيالي دشامليدو څخه انکار کوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د برگمټال په جگړه کې پاکستاني طالبان هېڅ برخه نه لري.
دنورستان دپوليسو مرستيال مشر محمد فاروق هم وائي مولوي فضل الله په برگي مټال دنښتې په مهال وژل شوى خو وائي په دغه هکله ورسره دقيق معلومات نشته.
په باجوړ کې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ يو لوړپوړي طالب مشر مولوي فقيرمحمد چې دهغه په هکله هم وړاندې وئيل شوي وؤ پاکستاني پوځيانو ديوې کارروايۍ په مهال وژلى دميډيا دهاغو راپورونو ترديد کوي چې پکې وئيل شوي مولوي فضل الله په افغاستان کې دطالبانو مشري کوي.
دمولوي فضل الله دوژنې دراپورونو په هکله دغه تندلاري کمانډر خبريالانو ته دټيليفون په کرښه وئيلي دي فضل الله دپولې پورې غاړې دافغانستان په نورستان ولايت کې کيدى شي ځکه چې طالبان دافغانستان او پاکستان په گډه پوله اوړي راوړي.
مولوي فقير محمد زياته کړه فضل الله په نورستان کې کيدى شي خو هغه دغلته په کومه جگړه کې بوخت نۀ دى.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې مشر وزير بشير احمد بلور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل هغوي هم په افغانستان کې دمولانا فضل الله دوژل کيدو په اړه راپورونه ترلاسه کړي خو ددغو راپورونو تصديق نۀ دى شوى.
هغه وويل کۀ چرې په رښتيا هم مولانا فضل الله وژل شوى وي نو دا به يوه ستره کاميابي وي.
دنوموړي وينا وه دغو خلکو زمونږ بچي وژلي، سکولونه او سړکونه يې راله تباه کړي ځکه نو ټول قام ددغو ترهه گرو دنوغي ويستل کيدو ليواله دى.
تيره ورځ افغان چارواکو ادعاکړې وه چې دنورستان ولايت برگ مټال اولسوالۍ ته د پاکستان سوات طالبانومشر مولانا فضل الله په مشرۍ د گل په ورځ د دريوؤ سوؤ څخه زيات وسله وال طالبان ننوتلي دي اؤ دشوروپه ورځ دغو وسله والو دبرگ مټال په اولسوالۍ ناڅاپي بريد وکړو.
پاکستاني پوځيانو تير کال داپريل په مياشت کې په سوات سيمه کې دموجودو زرگونو طالب جنگيالو په ضد عمليات ترسره کړي وؤ او دپوځ ددې ادعا باوجود چې په سوات کې يې دفضل الله په ضد گيره تنگه کړې دکال 2009م دنومبر په 19مه نيټه دسوات دطالبانو مشر مولوي فضل الله برټانوي خبري اژانس سره دافغانستان دتيليفون کوډ له لارې په خبرو کې ادعا کړې وه چې هغه دسوات څخه افغانستان ته په تيښته کې بريالى شوى دى.
خو دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دمولانا فضل الله دغه ادعا له دې امله بې اساسه گرځولې وه چې دافغانستان تيليفوني کوډ دپاکستان په ځينو قبائيلي سيمو کې هم کار کوي.
رحمان ملک ادعا کړې وه چې مولانا فضل الله په سوات کې دروانو پوځي عملياتو په مهال سخت ژوبل شوى خو وروستو طالبانو دهغه دغه ادعا رد کړه.
دمولانا فضل الله په هکله راپورونه وائي هغه لمړى دسوات په يو کلي کې امامت کولو او وروستو يې دخپلو څو ملگرو طالبانو په مرسته يوه ډله جوړه کړه او دخلکو ويرولو، دړکو کولو، امنيتي ځواکونو او حکومت ته دگواښونو لپاره يې دغيرقانوني ايف ايم راډيو څخه بيانونه ورکول پيل کړل.
هغه دگڼ شمير خلکو په حلالولو، امنيتي ځواکونو بريدونو کولو، دحکومت واکدارۍ چيلنج کولو، په سرکاري ودانيو بريدونو کولو ، دسرکاري افسرانو په تښتونو او دجينکو دسکولولو په بمونو الوځولو پشان جرمونو کې ککړ دى او دپاکستان حکومت دهغه په سر 50 لکه روپۍ انعام هم ويستلى دى

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG