لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د کډوالو په شکايت د اېف ډي اېم ای مشر لرې کړی شو


قبائيلي مشرانو وئيلي ، کډوالو ته د مالي او نورو مرستو ورکولو دپاره دې کوم موثر نظام جوړ کړی شي
قبائيلي مشرانو وئيلي ، کډوالو ته د مالي او نورو مرستو ورکولو دپاره دې کوم موثر نظام جوړ کړی شي

د خېبرپښتونخوا گورنر سردارمهتاب احمد خان د قبائيلي سيمو دپاره د مرکزي حکومت لخوا د قدرتي افتونو په وخت د مرستو او انتظام ادارې ( اېف ډي اېم ای ) مشر ارشدخان د شمالي وزيرستان کډوالو ته په وخت د مرستو نه رسولو او نوم ليکنې په عمل کې د وروستوالي په سرد خپلې څوکۍ څخه لرې کړی دی .

د خېبرپښتونخوا د گورنرد ماڼۍ څخه جاري شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي ، چې نن د گل په ورځ د بنو په ارمي پارک کې د شمالي وزيرستان د اتمانزو وزيرو قبېلي د مشرانو يوه لويه جرگه شوې ، چې مشر مېلمه يې د خيبرپښتونخوا گورنر سردارمهتاب احمدخان او د پنجاب صوبې وزيراعلي شهباز شريف وو .

د جرگې په مهال د قبائيلي لويې جرگې مشر ملک نصرالله خان په شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن څخه بې کوره شوؤ خلکو ته راپېښې ستونځې وړاندې کړې ، او زياته يې کړه چې وزيراعظم نوازشريف کډوالو ته د روژې د مياشتې دپاره د ۲۵ زرو روپو د خصوصې پېکج ورکولو اعلان کړی ؤ ، خو د يوې اوونۍ تېرېدو وروستو هم په هغې کې ډېرو کمو خلکو ته دغه مالې مرستې مېلاؤ شوي دي .

قبائيلي مشر په دغې مهال دا هم ووئيل ، چې کډوالو ته د مالي او نورو مرستو ورکولو دپاره دې کوم موثر نظام جوړ کړی شي . هغه ووئيل چې د شمالي وزيرستان گڼ شمېر کډوال وس هم د رجسټرېشن نه پاتې دي ، او چې خلک رجسټرېشن له لاړ شي نو ورته ووئيل شي ، چې ستاسو رجسټرېشن شوی دی .

د خبرپاڼې ترمخه گورنرسردار مهتاب احمدخان د جرگې نه په بيرته ستنېدو د اېف ډي اېم ای مشرارشدخان د دغې څوکۍ څخه لرې کړی ، او د هغه په ځايې يې د محکمه اېډمنسټرېشن سيکرټري عابد مجيد د اېف ډي اېم ای قائمقام مشر جوړ کړی دی .

د شمالي وزيرستان يو ځايي مشر پيرعاقل شاه چې خپله کډوال شوی دی ، وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره يې خبرو کې وئيلي ، چې کډوالو ته په وخت باندې مالي ، خوراکي او نورې بنيادي اسانتياوې نه دي ورکړی شوي . او نوموړي د مالي امداد ورکولو په مد کې د درغلۍ تور هم پورې کړی دی .

په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پوځ لخوا د جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم د پېل کړی شوي اپرېشن لخوا د سمي په لاکهونو خلک بې کوره شوي ، او د بنو ، ډېره اسماعيل خان ، ټانک او پېښور سره په نورو سيمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي .

د اېف ډي اېم ای د چارواکو په وينا د شمالي وزيرستان څخه د بې کوره شوؤ خلکو شمېره د ۹ لاکه او ۵۷ زرو نه اوړېدلی ده . او اېف ډي اېم ای وايي نن د گل په ورځ پېښور کې د کډوالو د نوم ليکنې اخرنې ورځ وه ، او بنو کې به صبا د نهې په ورځ اخرنی رجسټرېشن کولی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG