لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : صوبو ته د اوؤ وزارتونو د منتقل کولو نوټيفيکيشن جاري


اسلام اباد : صوبو ته د اوؤ وزارتونو د منتقل کولو نوټيفيکيشن جاري
اسلام اباد : صوبو ته د اوؤ وزارتونو د منتقل کولو نوټيفيکيشن جاري

د پاکستان وفاقي حکومت د 18م ائيني ترميم لاندې دنورو اوؤ وزارتونو صوبو ته دمنتقل کولو نوټيفيکيشن جاري کړى دى.
تيره ورځ دکابينې دسيکرټريټ لخوا دجاري شوي نوټيفيکيشن ترمخه دروغتيا، اقليتي چارو، دښځو دپرمختيا، محنت او بشري قوت، خوراک او کرکيلې، لوبو او ماحولياتو وزارتونه به دجولا ئي دلمړۍ نيټې څخه صوبو ته وسپارل شي.
دوزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په مشرۍ وفاقي کابينې تيره ورځ په يوه ځانگړې غونډه کې صوبو ته ددغو وزارتونو دسپارلو په متفقه توگه منظوري ورکړې وه.
د18م ترميم دنفاذ دکميټۍ چئيرمين رضا رباني او نورو په ځانگړې بلنه دغه غونډه کې گډون کړى ؤ.
رضا رباني تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې وئيلي وؤ د1947 څخه راپديخوا دغه يو ستر ترميم ؤ.
که هر څو وفاقي حکومت ادعا کوي چې صوبو ته به اوس مکمله خپلواکي ترلاسه وي خو رباني دپريس کانفرنس په مهال ومنله چې اوس هم صوبو ته دزيات څخه زياته خپلواکي نۀ ده ترلاسه.
صوبو ته دمنتقل شوؤ وزارتونو اکثره څانگې په نورو وزارتونو او ډويژنونو کې ضم کړل شوي دي.
دنوټيفيکيشن ترمخه دمنتقل کړل شوؤ وزارتونو دملازمانو ملازمت به نۀ ختميږي او پرمختيائي منصوبې به دملازمينو په شمول صوبو ته سپارلى شي.
وزيراعظم سيد يوسف رضاگيلاني صوبو ته دمنتقل شوؤ وزارتونو وزيرانو ته باور ورکړى چې هغوي به اوس هم دوفاقي کابينې غړي وؤ او دهغوي دوزارتونو فيصله به ډير زر وشي.
دکابينې غونډې ته پخپله پرانستې وينا کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وئيلي وؤ چې دخپلو فرائضو په مهال هغوي دقدر وړ خدمات ترسره کړي او حکومت به په دې خوښ وي چې دهغوي دتجربو څخه گټه پورته کړي.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دجولا ئي لمړۍ نيټه دصوبو دخپلواکۍ ورځ گرځولې او وئيلي يې دي چې دا هم هاغه ورځ ده چې په کال 1970م کې وحداني نظام ختم شوى ؤ او دڅلورو صوبو نفاذ شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG