لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ: پر ګډه پوله د اغزن تار غزولو کار به د ۲۰۱۸م تر پایه بشپړ شي


پاکستان وایي د ۲۰۱۸م کال تر پایه به له أفغانستان سره پر پوله د اغزن تار غزولو کار ۹۲ فیصده بشپړ کړي. چارواکي وایي دا کار به له دواړو هېوادونو د وسلوالو د اوښتو شکایتونه کم کړي.

د أفغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د اغزن تار لګولو کار پاکستاني پوځ په ۲۰۱۷م کال کې پیل کړ، چې پر شاوخوا ۱۵۰ کیلومیټره برخه یې مخکې لا اغزن تار غزول شوی وو، دا هغه برخه ده چې د وسلوالو د اوسېدو تر ټولو ژوره کنده پېژندل شوې ده.

د پاکستان پوځي چارواکي وایي پر دې پلان به يې ۵۵۰ میلینه ډالره خرڅ ولګېږي، چې وایي په وسیله به یې پر پوله نهه فوټه غبرګ تار د شپږ فوټه په فاصلې سره پر اغزن تار برسېرلګول کېږي او پر هغو غیرنیو او واورینو سیمو به غزول کېږي، چې لوړوالی یې ۱۲۰۰۰ فوټه اندازه شوی دی.

د پوځ ویاند آصف غفور وایي پر پوله به له اغزن تار سره- سره امنیتي څوکۍ او وړې کلاګانې هم جوړې کړي، چې د څارنې اعلی ټیکنالوجي به پکې ولګوي او سرحدي پوځیان به وکولای شي، چې د پولې شاوخوا د هر ډول ورانکارۍ مخه ونیسي

آصف غفور وایي پر پوله به د اغزن تار غزولو په موده کې د یونیم او دوه کیلومیټره په فاصله یو سرتېری ولاړ وي، چې وایي پوځ یې د دې کار لپاره په زرګونو نوي سرتېري ګومارلي دي

خو أفغانستان د پاکستان له خوا د اغزن تار غزولو کار غندلی، ځکه چې وایي د ډیورنډ کرښه دوی د نړیوال سرحد په توګه په رسمیت نه پېژني او دا په ۱۸۹۳م کال کې د بریتانوي هند له خوا پر دوی په زوره منل شوې ده. أفغان حکومت په دې نظر دی چې پر پوله اغزن تار به د پولې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو ته لا نورې ستونځې جوړې کړي

اسلام اباد د أفغان حکومت اندېښنې او نیوکې ردوي او پر دې ټینګار کوي چې په هر حالت کې پر ګډه پوله اغزن تار وغزوي، ځکه چې وایي دا کار یې د قومي سلامتۍ او په أفغانستان کې د امن او ارامۍ د دوام لپاره ډېر ضروري دی

أفغان حکومت تل د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو تور لګولی، چې وایي أفغان طالبانو او د حقاني ډلې ترهګرو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې، چې له هغه ځایه په أفغانستان کې وسلوالې حملې تنظیموي. وايي پاکستان غواړي په دې کار سره په أفغانستان کې د هند زیاتېدونکی اغېز او نفوذ کم کړي

پاکستان هم ورته تورونه لګوي او وایي چې د دې هېواد په قبایلي سیمو کې تر پوځي عملیاتو وروسته هغه وسلوال چې د پاکستان په ضد جنګېږي، أفغانستان ته تښتېدلي او هلته خپل پناه ځایونه لري، چې له هغه ځایه په پاکستان کې د ترهګرۍ حملې تنظیموي

د دغو دوه اړخیزه تورونو له کبله په تېرو څو کلونو کې د أفغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې خرابې شوې دي، خو د پاکستاني پوځ ویاند وایي، چې کابل ته یې په اکتوبر کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه تر وروستي سفر او له ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي اړیکې ښې شوې دي

آصف غفور وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر په وسیله یې أفغانستان ته په دې وروستیو کې د پراخو اقداماتو د پلان اسناد سپارلي او پر دې پلان د عمل ګامونه به یې په اړیکو کې نور هم ښه والی راولي. آصف غفور وي او اې ته وویل:

"اسلام اباد تېره میاشت کابل ته "د أفغانستان- پاکستان د پیوستون لپاره د عمل تګلاره" اسناد ورکړل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د روغې جوړې او له مانا ډک تړون پیدا شي. دا تګلاره به د دواړو هېوادونو په سیاست، اقتصاد، پوځ، استخباراتو او د أفغان کډوالو په چارو کې د کار کولو ګډې ډلې جوړې کړي"

مېجر آصف غفور د امریکې وروستیو نیوکو ته په ځواب کې- چې وایي اسلام اباد د هغو وسلوالو په ضد څه نه دي کړي چې په أفغانستان کې جنګېږي، وایي په تېرو درو کلونو کې چې په پاکستان کې د ترهګرو په ضد کوم عملیات شوي، تر هغه وروسته یې په هېواد کې د هغو وسلوالو لپاره ځای نه شته، چې د أفغانستان په ضد جنګېږي، خو وایي په پاکستان کې مېشت أفغان کډوال د ترهګرۍ په ځپلو کې خنډ دي:

"زه باور درکوم په کومه ورځ چې دغه ۲۷ لکه أفغان کډوال خپل وطن ته ستانه شول، موږ ته به د هغو کسانو په پېژندلو کې اسانتیا پیدا شي، چې په ترهګرۍ کې لاس لري یا یې ملاتړ کوي"

د پاکستان پوځ په دې نظر دی چې تر څو د أفغانستان او پاکستان ګډه پوله د ترهګرو لپاره پرانیستې وي، د دواړو هېوادونو خلک به د ترهګرۍ د پېښو قرباني کېږي.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور وي او اې ته ویلي، هدف یې دا دی چې پر پوله د اغزن تار غزولو کار یې د ۲۰۱۸م کال تر پایه بشپړ شي، وایي دوی أراده لري، چې پر شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومیټره أفغان پوله باندې اغزن تار و غزوي، خو پر نوره ۲۰۰ کیلومیټره پوله باندې به امکان ونه لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG