واشنګټن —
د جنوبي افریقي په سرښار جانسبرګ کې په یوه ودانۍ د اورلګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۷۳ کسان مړه شوي او ۵۲ نور کسان زخمیان شوي دي.
د هېواد د بيړني خدماتو د ادارې ترجمان رابرټ ملوزدي په اېکس، پخواني ټوېټر، په اور کې مړو کسانو شمېره شایع کړه.
ملوزدي وویل اور په پېنځه منزله ودانۍ کې د لمر خاته نه مخکې ولګېدو. عمارت د بې کوره خلکو دپاره د عارضي پناه ځای په توګه استعمالېدلو.
چارواکو تحقیقات شروع کړي چې د اور د لګېدو سبب معلوم کړي.
ملوزدي وویل په اور ځپلي ودانۍ کې د لټون او د بحالۍ کوښښونه دوام لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum