لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میانمار: د پوځي کودیتا پرضد احتجاجونو په مهال پینځه مظاهرچیان وژل شوي 


راېټرز خبري اداره وايي د اتوار/ یکشنبې په ورځ په میانمار کې د پوځي کودیتا پرضد مظاهرو کې د پولیسو لخوا په شوي تشدد او ډزو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په سرښار ینګون کې د سکول استاذانو په مظاهره د پولیسو لخوا یرغل وروسته یوه مېرمن هم د زړه د دورې لکبله مړه شوې.‌

یو ځايي ډاکټر او سیاست مدار راېټرز خبري ادارې ته ویلي، د پوځي کودیتا پرضد د څو اونیو راهسې روانو مظاهرو کې ننۍ ورځ تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د فرورۍ په لومړۍ نېټه دمیانمار د پوځ لخوا واک اختیار قبضه کولو او په انتخاباتو کې د ټاکل شوي مشرې آنګ سانګ سوچي او د هغې د ګوند د نورو تنانو د نیولو وروسته سخت اړی ګړی روان دی. د برما پوځ په آنګ سانګ سوچي او د هغې په ګوند تور لګولی چې په نومبر کې شوي انتخاباتو کې یې درغلي کړې.

میانمار چرته چې ۵۰ کاله پوځي حکومتونه تیر شوي او اوس اوس جمهوري نظام پېل شوی، دې تازه کودیتا دغه جمهوري نظام ودرولی چې پرضد یې په سلګونو زره خلکو مظاهرې پېل کړي او ګڼو غربي هیوادونو د دغې کودیتا غندنه کړې.‌

د بده مت مذهب منونکو زیاتې ابادۍ لومړي کېتهولک عیسايي مذهبي مشر چارلس مونګ بو په خپل ټوېټر لیکلي ٫٫ د میانمار نه د جنګ میدان جوړ شوی.٬٬

د اتوار په ورځ د مظاهرو په مهال پولیسو د سرښار نیګون په بېلا بېلو سیمو کې د مظاهرچیانو پرضد زور کارولی،‌ د دوي پرضد یې اوښکې بهیونکی ګېس او هوایي ډزې هم کړي چې دخلکو ګڼه ګوڼه خوره کړي. د پولیسو دمرستو لپاره په ځینو برخو کې پوځ هم پرځاې کړی شوی وو.

په مطبوعاتو ښودل شوي عکسونو کې لیدل کیږي چې ګڼ ژوبل کسان د مظاهرچیانو لخوا لرې کړی کیږي او په مزکه وینه په نظر راځي.

یو ځايي ډاکټر چې نامه یې نه ښودل غوښتل راېټرز خبري ادارې ته ویلي، یو ژوبل تن چې په سینه یې ګولۍ لګیدلی وه،‌ هسپتال ته رارسول کیدو وروسته ساه ورکړې. په سویلي داوي سیمه کې هم پولیسو په مظاهرچیانو ډزې کړي چې پکې درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي. دغلته د تشدد په اړه دغه خبره یو ځايي سیاست مدار کېو من راېټرز ته کړې. یوې انلاېن خبري څانګې ایراواډی رپورټ ورکړی چې په مېنډلی ښار د مظاهرو په مهال یو تن وژل شوی او د مرکزي باګو ښارګوټي د بیړني حالاتو ادارې ویلي چې هلته هم دوه تنه وژل شوي.‌ د اتوار په ورځ‌ شوي تشدد او وژنو په اړه پولیسو او واکمن پوځي کونسل د راېټرز خبري ادارې پوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.‌

تیره اونۍ جنرل من آنګ لېنګ ویلي وو چې چارواکي د مظاهرو مخه نیولو لپاره ډیر لږ طاقت کاروي. خو سره د دغې بیانه تر اوسه د میانمار په دغه اړي ګړي کې اته تنه وژل شوي. د برما پوځ بیا ویلي چې تر اوسه په دغه ګډوډي کې یو پولیس واله وژل شوي.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې د سویلي اسیا ډاېریکټر فل رابرټسن په یو بیان کې ویلي ٫٫ د میانمار امنیتي عسکرو لخوا په یو شمیر ښارونو او کلو کې د تشدد زیاتول راپارونکی او د منلو وړ نه دی.٬٬

نن په مظاهرو کې د دومره تشدد وروسته هم په سلګونو مظاهرچیانو په سرښار کې د احتجاج ختمونو نه انکار کړی، ګڼو کسانو بیا سړکونه بند کړي اوځینو نور د مظاهرو سندرې او شعارونه وهلي.

په ینګون کې یو مظاهره کونکي نیان ون شین راېټرز خبري ادارې ته ویلي ٫٫ که دوي په مونږ برید هم کوي،‌ مونږ به د ځان دفاع کوو، مونږ به کله هم پوځي بوټانو ته ښکته نه شو.٬٬ په سرښار کې د اتوار په ورځ د استاذانو لخوا د مظاهرو په مهال پولیسو د دغو د خورولو لپاره سټن ګرنېډونه وکارول چې له سببه یې دوي خواره واره شول. په دغه مهال یوه استاذه ټن نیو يي د زړه د دورې له کبله مړه شوې.

د هغې دمرګ خبره د هغې لور راېټرز خبري ادارې ته کړې.

د میانمار حکومتي ټي‌ وي اېم آر ټي وي تر مخه د خالي په ورځ د پولیسو لخوا د عملیاتو په وخت ۴۷- تنه نیول شوي. تر اوسه دا نه ده په ډاګه چې د اتوار په ورځ د مظاهرو په مهال څومره کسان نیول شوي.‌

د اتوار په ورځ د پولیسو لخوا دا تازه عملیات وروسته د هغې شورو شوي کله چې په حکومتي ټي وي چېنل دا اعلان وشو چې په ملګرو ملتونو کې د برما استازی هیواد سره د دهوکې کولو په سر د خپلې څوکۍ نه لرې کړی شوی.

دغه استازي په ملګرو ملتونو غږ کړی وو چې د پوځي کودیتا ختمولو لپاره دې ضروری ګامونه واخلی. سفیر کیو مو ټون په نیویارک ښار کې راېټرز خبري ادارې سره د خبرو په وخت ویلي ٫٫ ما تر هغې د جنګیدو فیصله کړې تر څو چې جنګیدی شمه.٬٬

یو شمیر غربي هیوادونو د برما کې دغه پوځي کودیتا غندلې او محدوده پابندیانې یې هم لګولي. د برما پوځي‌ جرنیلانو په روایتي توګه سفارتي فشار کم کړی او ژمنه یې کړې چې بیرته به انتخاباتو کوي،‌ خو د انتخاباتو کومه نېټه یې نه ده ښودلې.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG