لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې سېلابونو دلاسه لږ تر لږه 18 کسان مړه شوي 


په مروان ولاحت کې د کال 2020 د سېلاب وروسته یو تصویر

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې په تېرو پېنځو ورځو کې د طوفانونو او سېلابونو دلاسه لږ تر لږه 18 کسان مړه شوي دي.

ای اېف پي خبري ادارې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قدرتي افتونو په مهال د امدادي هلو ځلو دپاره د طالبانو د نایب وزیر شراف الدین مسلم له قوله وویل د یو شمېر نورو سیمو په شمول فاریاب او پروان ولایتونه د سېلابونو نه تر ټولو زیات متاثر شوي دي.

د ای اېف پي ترمخه ښاغلي مسلم په یو وډیو پېغام کې وویل چې په لسو ولایتونو کې د 18 نه تر 20 پورې کسان مړه شوي دي او 100 نه زیات کورونو تباه شوي دي.

دوه کسان بې درکه دي او تر 30 پورې نور کسان زخمیان شوي دي.

شراف الدین مسلم وویل متاثره سیمو ته امدادي ډلو خیمې او خوراکي شیان لیږلي دي او د مړو کسانو خپلوانو سره به مالي امداد ورکول کېږي.

ای اېف پي وايي تېر کال د اګست په میاشت کې طالبانو د واکمنېدو وروسته افغانستان سره نړیوالې مرستې ودرېدلي دي چې له امله یې د بېړني امداد دپاره مالي وسایل کم شوي دي.

د رپورټ ترمخه مغربي ملکونه نه غواړي چې افغانستان ته د امداد د طالبانو په لاس ورشي.

ای اېف پي وايي په داسې حال کې چې طالبان د تېرو شلو کلونو راهسې په مسلح بغاوت کې ککړ پاتې شوي دي او په بېړني حال کې د امدادي کار ډیره تجربه نه لري.

رپورټ وايي په افغانستان کې سږ کال سېلابونه په داسې مهال راغلي دي چې په هېواد کې د اختر خوشحالۍ لمانځل کېدلې.


XS
SM
MD
LG