لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لکونو سيلاب ځپلو مستقبل غيرمحفوظ


په امدادي کارونو کې شريک يو بين المللي غيرسرکاري تنظيم اکسفام دا تاثر رد کړى دى چې پاکستان ته اوس دنړيوال امداد ضرورت نشته ځکه چې دتنظيم وينا ده دغه بحران په هيڅ صورت کې نۀ دى ختم شوى.
په امدادي کارونو کې شريک يو بين المللي غيرسرکاري تنظيم اکسفام دا تاثر رد کړى دى چې پاکستان ته اوس دنړيوال امداد ضرورت نشته ځکه چې دتنظيم وينا ده دغه بحران په هيڅ صورت کې نۀ دى ختم شوى.

د پاکستان دتاريخ تر ټولو خونړى سيلاب سږ کال دجولائي په مياشت کې راغلى ؤاو دتيرو مياشتو تيريدو باوجود هم دجنوبي صوبې سندهـ په گډون دهيواد په بيلا بيلو برخو کې دکرکيلې ځمکې په پراخه برخه اوس هم اوبۀ ولاړې دي.
دسرکاري چارواکو وينا ده په ځينو سيمو کې دغه وضعيت دراتلونکو شپږو مياشتو پورې پځايې پاتې کيدلى شي.
هم ددغه وضعيت په نظر کې نيولو دملگرو ملتونو چارواکو ددې انديښنې څرگندونه کړې ده چې کۀ چرې سيلاب ځپلو ته په باقاعدگۍ سره داوبو، خوراک او دعلاج معالجې اسانتياوې برقراره ونۀ ساتل شي نو دهغوي ژوند دخطرو سره مخ کيدلى شي.
اوس اوس دسندهـ دبيلا بيلو سيمو څخه سفر کوونکي دملگرو ملتونو چارواکي سټيسي ونسټن وائس اف امريکا ته وويل کيدى شي دځينو خلکو لپاره دا خبره دحيرانتيا څخه ډکه وي چې ځينې کلي اوس هم په اوبو کې گير دي او دجزيو منظر وړاندې کوي خو دا يو حقيقت دى چې مقامي خلک ورسره مخ دي.
هغه وويل په ځينو سيمو کې اوس هم کورونه تر دريوؤ دريوؤ فټو پورې په سيلابي اوبو کې راگير دي چې دعادي ژوند په لاره کې يو ستر خنډ دى.
په پاکستان کې داوسني سيلاب له امله ددوؤ کروړو څخه زيات کسان اغيزمن شوي او دامدادي تنظيمونو وينا ده دشپاړسو لکو کورونو تباه کيدو يا ورته په جزوي توگه دزيان رسيدو په وجه دا مهال شپاړس لکه کسان سرپناه نۀ لري او ديخنۍ دموسم شروع کيدو سره به وضعيت نور هم خراب شي.
په امدادي کارونو کې شريک يو بين المللي غيرسرکاري تنظيم اکسفام دا تاثر رد کړى دى چې پاکستان ته اوس دنړيوال امداد ضرورت نشته ځکه چې دتنظيم وينا ده دغه بحران په هيڅ صورت کې نۀ دى ختم شوى.
داکسفام ترجمان کيرلا ئن گلک وائس اف امريکا ته په يوه مرکه کې وويل کۀ يو لوري ته په لکونو خلکو ته دسختې يخنۍ څخه دبچ کيدو لپاره دعارضي کورونو ضرورت دى نو بل لوري ته په ځپلو سيمو کې دساه اخستنې دنظام په هکله په ناروغيو کې دخلکو دمبتلا کيدو نه علاوه په دغو سيمو کې دگنده اوبو په وجه دخوريدونکو ناروغيو هيضېو مليريا او ډينگي تبې دوبا خوريدو خطره اوس هم ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG