لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټبال نړیوال کپ، کوریشیا به د فرانس سره مخامخ کیږي


اشفاق مومند

د کرویشیا فټ بال ډله په لومړي ځل او د فرانس ډله په دوئم وار د فټ بال نړیوال کپ د ګټلو لپاره د اتوار په ورځ د لوبې په میدان کې یو بل ته مخامخ کیږي.

د فرانس د فټ بال پخوانی لوبغاړی او د برتانې د ارسنل فټبال کلب کوچ ارسیني وینګر وايي ٫٫ د اروپايي فټبال ډلو په ټاکټیکي صلاحیتونو کار کړی خو د فټبال نورو لوبډلو سټراېکران زرغون کړي.٬٬

د فرانس ډله کې اکثره د دیرشو کالو نه کم عمره لوبغاړي دي کوم چې د فرانس د لوبډلې یوغوره اړخ دی. د فرانس ډلې په خپله اخېریو دریو مقابلو کې ارجینټینا ته په څلور درې، یوراګوې ته په دوه صفر او بلجیم ته په یو صفر ماتي ورکړې ده.

د فرانس فټ بال ډله چې د کال ۱۹۹۸ فټبال کپ په سیمې فاېنل کې کرویشیا د ټورنامنټ نه بهر کړې وه، خو دا ځلې د اولیور ګراوډ، پال پوګبا، انتهوني ګریزمین، رفائیل ویرانی او کئلیان امباپی شان هغه لوبغاړي لري چې د ډير وخت نه په میډیا څارل کیږي او د خپلې ډلې لپاره په فاېنل لوبه کې مخالف کرویشیا ډلې ته سخت مشکل جوړولی شي.

د کرویشیا په ډله کې د کپتان لوکا ماډریچ او ماریومنظوکیچ لوبې هم د نړیوال کپ په تیرو مقابلو کې د خلکو پام ځان ته اړولی. زلاتکوډیلک لومړی کوچ دی چې د نړۍ د څلورنیم میلیونه ابادۍ دغه هیواد يې د فټبال نړیوال کپ فاېنل ته ورسوو. د کرویشیا په مطبوعاتو کې نوموړی ډیر په ښه انداز یاد کړی شوی.

د کرویشیا ډلې په پینلټي شوټس باندې ډنمارک ته په درې دوه، روس ته په څلور درې او برتانې ته په درې یو ماتې ورکړې ده.

د لوبو په اړه وېل کیږي چې ګټه هغه ډله کوي چې په میدان ښه لوبه وکړي، اوس به کتلی شي چې سبا کومه لوبډله ښه لوبه کوي او د فټبال نړیوال جام په خپله نامه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG