د ټورنامنټ لپاره انتظاماتو ته غوڅ شکل ورکړل شوى او په دې هکله سخت امنيتي گامونه اخستل شوي چې پکې به داټلي ټيم دخپل اعزاز څخه دفاع کوي.
دفټبال دلوبغاړو او کتونکو دحفاظت لپاره امنيتي عسکر په هوټلونو او دفوټبال دميدان څخه بهر ځايې پځايې کړل شوي دي.
فيفا دورلډ کپ 2010ء دپرانستې ميچ لپاره دامنيت په نظر کې نيولو سره دتره گرو، ورانکارو او جيب تراش دلوبې دميدان لرې ساتلو لپاره سخت حفاظتي گامونه اخستي دي.
ددغه فټبال نړيوال ميچ لپاره دټولې نړۍ څخه په لکونو کتونکي دجنوبي افريقې ميدانونو ته روان شوي دي او دفوټبال مينه وال زيات خوشحاله ښکاريږي.
په جنوبي افريقې کې دبيلا بيلو هيوادونو دبيرغونو دخرڅون کاروبار هم زور نيولى او دجنوبي افريقې بيرغونه خلک په مينې سره اخلي.
دورلډ کپ لپاره دځانگړي رقص يا ډانس تياري هم شوې ده چې ورته ديو مقامي فوټبال دټيم په حواله ډسکي وئيل کيږي، په دغه رقص کې دفوټبال دلوبغاړو دحرکتونو نقل کولى شي او دغه رقص هم په جنوبي افريقا کې زيات شهرت اخلي.
د فټبال 19م ورلډکپ او دافريقې په خاورې کيدونکى لومړى دفټبال ورلډ کپ د نن نه پېل کيږي چې پکې به د32ؤ هيوادونو ټيمونه گډون کوي.
1