لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټبال 19م ورلډکپ په جنوبي افريقې کې پېل شوی دی


د افريقې په خاورې کيدونکى لومړى او د فيفا 19م دفټبال ورلډ کپ ټورنامنټ 2010ء د سویلي افریقې په جوهانسبرگ ښار ساکر سټي کې د یو رنگا رنگ دستورې سره پېل شوې دی.

د ټورنامنټ لومړی مېچ د کوربه سویلي افریقې او د میکیسکو د فټبال ټیمونو تر منځ سر پر سر پاتې شوې دی. دواړو ټېمونو په مېچ کې یویو گول وکړو. نزدې نوي زره مینه والو د پرانستې دستوره وکته.
د سټیډیم کې ناستو اکثره مینه والو د سویلي افریقې ټیم یونیفارم اغوستې و.
د پراسنتې دستوره کې د افریقې صدر جیکب زوما او د مېکسیکو صدر فېلپې کیلډرن هم گډون کړی دی. د پرانستې دستوره کې گڼ شمېر سندرغاړو او گډه کونکو هم گډون کړی دی. د افریقې پخواني صدر نېلسن منډیلا د خپلې کړوسې د موټر په یوې حادثې کې د وژل کیدو وروسته گډون نه دی کړی. د افریقې صدر جیکب زوما پخپل وینا کې وویل پخواني صدر نېلسن منډیلا غوښتل چې په دغه دستورو کې گډون وکړي خو د خپلې 13 کلنې کړوسې زینی د ناڅاپي مرگ له امله هغه داسې و نه کړی شول. ښاغلي زوما افریقې کې کیدونکي لومړي فټبال ورلډکپ وستایلو او دا یې د افریقا ورلډکپ وبللو. د سویلي افریقې ټیم نه علاوه د افریقې براعظم نه ایوري کوسټ، گهانا، کېمرون، نېجریا او د الجیریا فټبال لوب ډالو دغه ټورنامنټ ته رسیدو کې بریلي شوي دي. د اټلي ټيم چې د خپل اعزاز څخه دفاع کوي د هغه علاوه د سپېن او پنځه واري ټورنامنټ گټونکې برازیل د اوسنې ټورنامنټ گټلو لپاره فېورټ گڼل کېږي.

د ټولې نړۍ نه په لکونو کتونکي دجنوبي افريقې ميدانونو ته رسېدلي دي او دفوټبال مينه وال زيات خوشحاله ښکاريږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG