لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايې سرينا هوټل باندې بريد د بهرنو استخباراتو لخوا شوی


سرينا هوټل باندې د تېر زيارت په ورځ وسله وال بريد کې د دوؤ ماشومانو او څلورو بهرملکيانو په گډون نهه کسان وژل شوي وو
سرينا هوټل باندې د تېر زيارت په ورځ وسله وال بريد کې د دوؤ ماشومانو او څلورو بهرملکيانو په گډون نهه کسان وژل شوي وو
د افغانستان د نيشنل سيکيورټۍ چارواکو وئيلي چې سرينا هوټل باندې شوي بريد کې بهرنۍ استخباراتي ايجنسي ککړه ده . کابل کې فائيواسټار سرينا هوټل باندې د تېر زيارت په ورځ وسله وال بريد کې د دوؤ ماشومانو او څلورو بهرملکيانو په گډون نهه کسان وژل شوي وو .
د راپورونو ترمخه د افغان صدر حامد کرزي د دفتر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د هېواد د استخباراتي ايجنسۍ چارواکو سرينا هوټل باندې د شوي بريد په اړه لوړ پوړو حکومتي چارواکو ته احوال تېر کړی دی .
د افغانستان استخباراتي چارواکو وئيلي چې په دغه بريد کې نېغ په نېغه د بهر کوم هېواد استخباراتي ايجنسي ککړه ده . او د کوم هېواد نوم نه دی اخستل شوی ، ولې په تېرو وختونو کې افغانستان دغه رنگ تورونه په پاکستان لگولي دي .
د پاکستان لخوا تراوسه په دغې اړه کوم خبر مخې ته نه دی راغلی .
د افغان نيشنل سيکيورټۍ چارواکو هوټل باندې د بريد د احوال تېرولو په مهال وئيلي چې د بريد نه وړاندې يو پاکستاني سفارتکار هوټل کې په عکسونو اخستوليدل شوی ؤ .
کابل کې د زيارت په شپه سرينا هوټل کې څلورو وسله والو د نوي کال ٫٫نوروز ٬٬ په مهال هوټل کې دننه ډزې کړې وې ، او د دوؤ ماشومانو او څلورو بهرملکيانوپه گډون پکې نهه کسان وژل شوي وو . او په د دوؤ ساعتو د مقابلې وروستو بيا څلور واړه حمله کوؤنکي هم وژل شوي وو.
د بريد ورستو افغان صدر حامد کرزي د حملې د غندنې په يو بيان کې وئيلي ؤ ، دغه ناوړه او غېر انساني عمل د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار دی ، او زياته کړې يې وه دغه رنگ بريدونه هغه ناکامه هڅې دي چې غواړي افغانستان بې ثباته او محتاجه پاتې شي .
سرينا هوټل باندې د شوي بريد پړه وسله والو طالبانو په سراخيستې وه .
افغانستان کې په ورستيو کې سرينا هوټل باندې د بريد نه وړاندې جلال اباد او د هغې نه څو ورځې وړاندې فارياب صوبه کې بريدونه په داسې حال کې شوي ، چې د اپريل د مياشتې په پينځمه نېټه هېواد کې ټاکنې کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG