لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان پخوانی صدر پرناب مکرجي په کرونا وایرس اخته کیدو وروسته مړ شو 


د هندوستان پخوانی صدر/ ولسمشر پرناب مکرجي نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د ۸۴ کالو په عمر کې مړ شو. پرناب مکرجي په کرونا وایرس اخته شوی وو او د څو اونیو راهسې په هسپتال کې بستر/ داخل وو.

مکرجي د اګست په ۱۰مه نېټه د نوي ډیلي په پوځي روغتنون (ارمي ریسرچ اېنډ ریفرل هسپتال) کې وروسته د هغې داخل کړی شوی وو، چې په مذغو کې یې د وینۍ ټوټې جمع کیدو وروسته غورځیدلی وو. هم په دغه روغتون کې بیا د مکرجي د کرونا نتیجه مثبته راغله. مکرجي په کرونا د اخته کیدو اعلان په خپل ټوېټر کړی وو او د ځان سره نژدې پاتې شوي خلکو یې غوښتلي وو چې ځان قرنطین کړي او خپل ټسټونه وکړي.

د پرناب مکرجي د دماغو عملیات/ اپرېشن کامیاب شوی وو خو حالت یې د اتوار په ورځ د سږو/ پهېپهړو د زخم وروسته خراب او بیا بې هوشه شو. د یاد اپرېشن وروسته هغه د ساه اخستو په مشینانو ساتل شوی وو. د کرونا وایرس د پخلي ۲۱ ورځې وروسته د مکرجي د وجود یو شمیر برخو کار پرېښود.

د پخواني صدر ځوي ابهېجیت مکرجي په یو ټوېټ کې د خپل پلار د مرګ پخلی کړی. نوموړي لیکلي: ٫٫ ډیر په درون زړه تاسو ټول خبرومه چې زما پلار شري پرناب مکرجي د مړ شو.٬٬

پرناب مکرجي د ۵۱ کالو سیاسي سفر کې د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۷م پورې د هندوستان ولسمشر وو.‌ که څه هم په هندوستان کې د صدر دفتر علامتي وي او وزیراعظم د هیواد مشر وي. د صدارت وړاندې مکرجي د خزانې، خارجه او دفاع وزیر هم پاتې وو. د دغې تر څنګ نوموړي د ايي اېم اېف او نړیوال بنک د بورډ‌ غړی هم پاتې وو.‌

د هندوستان وزیراعظم نرېندرا مودي د مکرجي د مرګ د خبر وروسته لیکلي : ٫٫ زمونږ د قام د پرمختیا په لار کې یې نه هیریدونکې نخښې پرېښودي.٬٬ نرېندرا مودي د دغه ټوېټ سره خپل یو عکس هم خپور کړی چې پکې هغه د مکرجي پښو ته د درناوي لپاره لاندې شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG