لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخواني برطانوي عسکر چې ایران سره د مرستې ملزم دی، زندان نه د تښتېدو اعتراف یې کړی


سرکاري وکیلان یا پراسېکیوټرز په خلیفه دا الزام هم لګوي چې د کال ۲۰۲۳ د سېپټمبر په میاشت کې په یو موټر پسې يې ځان تړلی و او د لندن د وانډزورت زندان نه تښتېدلی و چې په نتیجه کې يې د هغه د معلومولو دپاره په قومي کچه لنډ مهاله تلاش شروع شوی و
سرکاري وکیلان یا پراسېکیوټرز په خلیفه دا الزام هم لګوي چې د کال ۲۰۲۳ د سېپټمبر په میاشت کې په یو موټر پسې يې ځان تړلی و او د لندن د وانډزورت زندان نه تښتېدلی و چې په نتیجه کې يې د هغه د معلومولو دپاره په قومي کچه لنډ مهاله تلاش شروع شوی و

د برطانیي یو پخواني عسکر چې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ته د حساسو معلوماتو ورکولو الزام پې لګول شوی دی د ګل، دوشنبې، په ورځ يې دا اعتراف وکړو چې د مقدمې د شروع کېدو د انتظام په مهال د زندان نه تښتېډلی و.

په ډېنيیل عبد خلیفه د لندن په وولوېچ کروان کورټ یا عدالت کې مقدمه شروع شوې ده. په هغه الزام دی چې د کال ۲۰۱۹ نه واخلې تر د کال ۲۰۲۲ پورې يې حساس معلومات راټولول. هغه دا خبره هم ردوي چې په مېز یې نقلي بم پرېښودی و او په کال ۲۰۲۳ کې د بېرکونو نه بګوړه شوی و.

سرکاري وکیلان یا پراسېکیوټرز په خلیفه دا الزام هم لګوي چې د کال ۲۰۲۳ د سېپټمبر په میاشت کې په یو موټر پسې يې ځان تړلی و او د لندن د وانډزورت زندان نه تښتېدلی و چې په نتیجه کې يې د هغه د معلومولو دپاره په قومي کچه لنډ مهاله تلاش شروع شوی و.

دروېشت کلن پخواني عسکر اول دا الزام ردو چې د قانوني حراست نه وتلو و خو په تېرو څو ورځو کې ورته شواهد وړاندې کړی شو نو د ګل، دوشنبې، په ورځ يې اعترافي بیان بدل کړو او زندان نه د فرارېدو جرم يې ومنلو.

په خلیفه الزام دی چې د ایران دپاره ګټه ور او داسې معلومات یې راټول چې په ترهګرۍ او د بم ګنګوسه په خپرولو کې استعمالېدلی شول. هغه دا الزامات ردوي او مقدمه يې دوام لري.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG