تېره شپه د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د وژنې ښکاره هڅې وړاندې هم څو وارې په امریکا کې سیاسي تشدد شوی چې پکې د امریکا ولسمشران، پخواني صدران او صدارتي کاندیدان شامل دي.
په کال ۱۷۷۶م کې د امریکا د بنیاد اېښودو راپه دېخوا د هیواد د سیاسي تشدد لوې پېښې څه په دې ډول وې.
ابراهم لېنکن، د امریکا ۱۶م صدر
ابراهم لېنکن د امریکا لومړی ولسمشر وو چې په کال ۱۸۶۵م کې د اپرېل میاشتې په ۱۴مه نېټه د جان بووټ لخوا په ډزو وژل شوی. ابراهم لېنکن او د هغه مېرمن مېري ټوډ لنکن په واشنګټن کې په فورډ تهېټر کې د ټوقو ټقالو/ کامیډي شو کتله.
لېنکن د شاه نه په سر لګیدلی وو او د سمدستي طبي علاج لپاره نژدې یو کور ته وړل شوی وو. هغه په دویمه ورخ مړ شو. د تور پوستو امریکایانو حمایت کول د هغه د وژنې علت ښودل شوی وو.
د لېنکن د مرګ نه دوه کاله وړاندې چې کله په امریکا کې د غلامۍ په سر خانه جنګي روانه وه، لېنکن د تور پوستو د غلامۍ ختمولو صدارتي حکمنامه جاري کړې وه. د لېنکن ځاې د هغه وخت ناېب صدر اېنډریو جانسن نیولی وو.
په لېنکن حمله کونکی تن بووت د اپریل په ۲۶مه نېټه د ورجینیا باولنګ ګرین سیمه کې په یو ګودام کې وژل شوی چرته چې د برید وروسته پټ وو.
جېمز ګارفیلډ، دامریکا ۲۰ صدر
جېمز ګارفیلډ د امریکا دویم ولسمشر وو چې د صدارت څوکې ترلاسه کولو شپږ میاشتې وروسته په یو برید کې ووژل شو. هغه په کال ۱۸۸۱م کې د جولایي په ۲مه نېټه په واشنګټن کې ټرېن سټېشن ته د تلو په وخت په نخښه شوی وو.
په هغه ډزې کونکی تن چارلس ګیټو وو.
د ټیلیفون اېجادونکي الیګزنډر ګراهم بېل د صدر په سینه کې لګیدلي ګولۍ د معلومولو ناکامه کوشش کړی وو. ګراهم بېل د صدر لپاره یوه ځانګړې اله جوړه کړې وه.
خو د هغه زخمونه ډیر ژور وو او د څو اونیو لپاره په واېټ هاوس کې پروت وو خو بیا یې د ستمبر په میاشت کې ساه ورکړه او نیوجرسي ته یوړل شو.
د هغه پرځاې ناېب صدر چسټر ارتهر صدر شو او په صدر ډزې کونکی تن چارلس ګیټو په کال ۱۸۸۲م کې پهانسي شو.
ویلیم مککېنلي، د امریکا ۲۵م صدر
د امریکا ۲۵م صدر ویلیم مککېنلي د امریکا دریم صدر وو چې په یوه قاتلانه حمله کې وژل شوي.
هغه په کال ۱۹۰۱م کې د ستمبر په ۶مه نېټه د نیویارک بفېلو ښار کې د یوې وینا وروسته وژل شوی وو. کله چې د هغه وینا ختمه شوه او د ولاړ خلکو سره یې روغ بړ کوو نو د ډیر نژدې نه یو تن ۲ ډزې ویشتلی وو.
ډاکټرانو تمه لرله چې هغه به روغ شي خو زخمونه یې سم نه شول او د کال ۱۹۰۱ د ستمبر په میاشت کې د خپلې دوېمې دورې شپږ میاشتې وروسته ساه ورکړه.
۲۸ کلن بې روزګاره ځوان لینا اېف چولګوز چې د ډیټراېټ اوسیدونکی وو د صدر ویلیم د وژنې جرم قبول کړی وو او بیا د مقدمې چلیدو وروسته د کال ۱۹۰۱م اکتوبر په میاشت کې ورته دمرګ سزا ورکړل شوه.
فرېنکلېن ډي روزویلټ، د امریکا ۳۲م صدر
د امریکا په ۳۲م صدر روزویلټ د صدارت ګټلو وروسته په میامي کې د وینا وروسته هغه وخت ډزې شوې وې کله چې هغه په یو خلاص موټر کې ناست وو.
صدر روزویلټ په دغه ډزو کې نه وو ژوبل شوی خو په کال ۱۹۳۳م کې شوي دغه پېښه کې د شکاګو ښار ښاروانل انټون سېرمېک وژل شوی وو.
ډزې کونکی تن ګوسېب زنګارا ته بیا د مرګ سزا ورکول شوې وه.
جان اېف کېنېډي، د امریکا ۳۵م صدر
د امریکا ۳۵م صدر جان اېف کېنېډي په کال ۱۹۶۳م کې د یو پټ ناست وسله وال تن لخوا د ډېلس د سفر په مهال د لومړۍ مېرمن جېکلین کېنېډي سره په خوا کې وېشتل شوی وو.
دغه ډزې هغه وخت شوې وې کله چې د صدر د ګاډو قافله د ډېلس ښار یوې پلازې سره تیریده. کېنېډ د ډزو وروسته پارک لېنډ مېموریل هسپتال ته رسول شوی وو خو بیا یې زر ساه ورکړه.
د هغه په ځاې ناېب صدر لېډن بي جانسن صدر شو او د امریکایي صدر په ځانګړي الوتکه اېیر فورس ۱ کې څوګند پورته کړو. هغه د امریکا یواځینی صدر دی چې په هوايي جهاز کې یې څوګند پورته کړی.
په کېنېډي د ډزو د پېښې څو ساعته وروسته پولیسو لي هاروي اوسوالډ ونیو.
دوه ورځې وروسته اوسوالډ د پولیسو د مرکزي دفتر نه د ډېلس ضلعې مرکزي جیل ته وړو چې کله د ډېلس یو تن جېک روبي هغه په ډزو ووژلو.
Forum