دفرانس په سرښار پيرس کې دطنزومزاح دمشهورې رسالې چارلي هيبډو په دفتر دوسله والو لخوا شوې حمله کې ددوؤ پوليسو په گډون لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي اؤ لس نور ژوبل شوي دي. فرانسيسي ميډيا وائي دا حمله په ظاهره داسلامي شدت خوښو له لوري شوې ده. دغه پېښه د ښار په کومه برخه کې شوی؟ دغه مجله په څه شهرت لري؟ او د پېښې وروستو څه امنېتي ګامونه پورته کړی شوي. په فرانس کې مېشت یو پښتون ډاکټر اکبر وردګ ډیوه ریډیو ته دغه تفصېل وېلې. تاسو ېي هم اوریدې شۍ.
په اروپا کې مسلمانان اود تندروۍ علتونه؟
په اروپا کې مېشت یو فعال پښتون سیال سباؤن ډیوه ریډیو ته واېي دفرانس شپږنېم کروړه آبادۍ کې نزدی ۵ میلیونه مسلمانان دي چې زیاته برخه ېې عرب دي. دوي له خپل مهاجرت سره سره د عربي ټولنې نیمګړتیاوې هم ځان سره راوړی چې پکې د زغم نېشتوالی هم شامل دی. دغه کسان په زیات شمیرعراق او شام کې جهګړی لپاره تللي او د فرانسوي ټولنې زغم چې د فرانسویانو ویاړ دې هم اغېزمن کړي. د سیال سباؤن د خبرو تفصېل په لاندیني لېنک اوریدې شۍ.