لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په پېرس کې د حملې ذمه واري منلي ده


د پیرس پولیس په ټوېټر ویلی حمله د پاتیخت د گڼې گوڼې په برخه کې شوي چرته چې خلک رېسټورانټونو او اپره تېټر ته ورځي. په تیرو دریو کلونو کې په پیرس کې یو شمیر د ترهگرۍ حملې شوي دي نو هم په دې وجه ښار کې د امنیت سخت گامونه اخیستل شوي وي
د پیرس پولیس په ټوېټر ویلی حمله د پاتیخت د گڼې گوڼې په برخه کې شوي چرته چې خلک رېسټورانټونو او اپره تېټر ته ورځي. په تیرو دریو کلونو کې په پیرس کې یو شمیر د ترهگرۍ حملې شوي دي نو هم په دې وجه ښار کې د امنیت سخت گامونه اخیستل شوي وي

د فرانس پاتیخت پېرس کې یو تن په چاړه پنځه کسان وهلې دي چې یو تن پکې ژوند دلاسه ورکړی او د داعش وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده. دغه حمله د خالي، شنبې، په ورځ شوې ده.

پولیس ویلي حمله کونکی چیچنیا نژاد فرانسوي شهري و چې د تندلارو سره د اړیکو په لړ کې د امنتي ادارو د نظر دلاندې و.

د فرانس پولیس د حمله کونکي مور او پلار یې نیولې دي.

حمله کونکي پنځه کسان په چړو ووهل چې یو ٢٩ کلن تن پکې ژوند دلاسه ورکړی دی. د فرانس د کورنیو چارو وزیر جرارډ کولومب ویلي د څلورو نورو کسانو ژوندونه د خطر نه بهر دي.

حمله کونکی پولیس په موقع ووژلو. د کورنیو چارو وزیر د پولیس د عملیاتو ستاینه وکړه.

داعش وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده او حمله کونکی یې خپل یو عسکر بولی دی.

یو حکومتي چارواکې خبریالانو ته وویل چې حمله کونکي د حملې په وخت د الله اکبر نعرې پورته کولې. هغه وویل د پیښې په اړه به د ترهگرۍ تحقیقات پېل کولی شي.

د فرانس صدر اېمینیول مېکران په ټوېټر خپل پیغام کې وویل فرانس به د ازادۍ د دښمنانو په وړاندې یو انچ هم شاته نشي.

د پیرس پولیس په ټوېټر ویلی حمله د پاتیخت د گڼې گوڼې په برخه کې شوي چرته چې خلک رېسټورانټونو او اپره تېټر ته ورځي.

په تیرو دریو کلونو کې په پیرس کې یو شمیر د ترهگرۍ حملې شوي دي نو هم په دې وجه ښار کې د امنیت سخت گامونه اخیستل شوي وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG