لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس : د اسلاموفوبیا (اسلام نه د ویرې) پرضد لوې مظاهرې شوي


عابد حسین

په زرګونو خلکو په پاریس او نورو فرانسوي ښارونو کې د اسلاموفوبیا (اسلام نه دویری کرکې) پرضد لاریونونه کړي چې د لویدیځ اروپا ترټولو لوی مسلمان نفوس پکې په نښه کیږي.

د فرانس په سرښار پاریس کې مسلمانانو سره د بارانونو په دغه لاریونونو کې برخه اخستې او وایي چې دوي ډیر زیات برداشت کړی او نور بس دی.
محمد، دلته د خپلې خور خدیجې سره ژوند کوي وایي، دوی دواړه په فرانس کې په بشپړ ډول د یووالي احساس کوي.

خو هغه زیاتوي چې هغه هم د تعصب سره مخ شوې دی " د دی ترڅنگ چې د نوکرۍ/ د دندې لپاره د مرکې په وخت هغه ته د نوم بدلولو لپاره وویل شول چې کوم فرانسوي نوم ته دې بدل کړي".

د اې ایف او پي یوې وروستي نظر پوښتنې ترمخه په لسو کې څلور فرانسوي مسلمانان هم په دې باور دي چې د دوي سره د مذهب له امله تعصب کیږي. یوه بله نظر پوښتنه بیا ښایي چې ۶۰ سلنه ځواب ویونکي وایي چې اسلام د فرانسوي اقدارو سره مطابقت نه لري.

که څه هم د اسلام پرضد حملۍ نوي ندي، خو څو وروستیو پیښود دې لاریون کولو له عمل جوړ شوي دي. تیره میاشت ، د فرانسې په سویل لويدیځ کې د یوه جومات مخې ته دوه مسلمانان په ډزو وویشتل شول او سخت ټپي شول.

د فرانسې محافظه کاره سېنټ/مشرانو جرگې هم یو داسې قانون منظور کړو چې د حجاب لرونکي میرمنو باندې د خپلو ماشومانو سکولونو/ ښوونځیو ته د تلو بندیز لګوي. که څه هم دا امکان نلري چې ښکتنې اسمبلۍ به یی منظوري ورکړي.

خو دا د هغې پیښې وروسته وشول چې د ښي لاس یو قانون جوړونکي له یوې میرمنې څخه وغوښتل چې د یوسیمه ایز شورا ته وړاندې کیدو په وخت خپل سر نه څادر لرې کړي، او د دې پېښې له امله د دغې میرمن زوی په ژړا شو.

وفا، چې د درې ماشومانو مور ده ، وایي چې هغه هم د دغه ډول تجربې نه تیره شوې ده . هغه یوه روزل شوې کمپیوټر ټیکنیشن ده ، خو زیاتوي چې د حجاب له امله نوکرۍ/وظیفه نه شي ترلاسه کولې.

۶۸ کلنه جولیا فرنینډس د ډیرو غیرمسلمو نه یوه ده چې په لاریون کې يې برخه اخیستې. جولیا اوسنی حالات د ۱۹۳۰ لسیزې د هالوکاسټ نه وړاندې د اینټي سېمېټیزم سره پرتله کړه.

خو لاریون لانجمن وو، او په ځیني تنظیم کونکو تورونه ولگول شول چې دوي د سخت دریځ اسلام سره اړیکې لري. یو شمیر د کیڼ لاس سیاستمدارانو په لاریون کې د ګډون نه کولو فېصله وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG